لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:دتور لسټ‌ په اړه دامریکې نوی دریځ د دوحې دتړون څخه سرغړونه ده


طالبانو خپله نوې کابینه کې دشاملو ځېنو وزیرانو په نومونو دامریکې اندېښنې رد کړي اؤ وایي د تور لسټ په اړه د امریکا نوی دریځ د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده.

دسه شنبې په ورځ افغانستان کې طالبانو خپله لنډمهاله کابېنه اعلان کړې چې

د طالبانو دې کابينه کې ځېنې داسې کسان هم شته چې د ملګرو ملتونو او امریکا لخوا په تورو لېسټونو کې شامل دي.

دطالبانو دې کابینه کې دشاملو ځینو کسانو پسر د مغربي ملکونو لخوا انعامونه هم اېښودل شوي دي اؤ امریکې ویلي چې دطالبانو کابینه کې دشاملو کسانو دنومونو ارزؤنه کوي.

دطالبانو لخوا دامریکې په دې غبرګون خپل یو بیان کې ویل شوي امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې ګواکې د اسلامي امارت په کابینه کي ځیني مشران یا د حقاني کورنۍ غړي د امریکا په تورو لیستونو کې دي او داچې د دوئ هدف دي.

طالبان وایي اسلامي امارت دغه دريځ د دوحې د تړون څخه ښکاره سرغړونه بولي چې نه د امریکا او نه هم د افغانستان په ګټه ده.

طالبانو خپل بیان کې سپیناوی کړی چې دحقاني کورنۍ د اسلامي امارت برخه ده او هیڅ کوم جلا نوم او تشکیلات نه لري.

بیان کې ویل شوي چې د دوحې په تړون کې بې له کومې استثنا څخه د اسلامي امارت ټول مسئولین له امریکا سره د تعامل برخه ؤ او باید د ملګرو ملتونو او د امریکا د تورو لیستونو څخه ویستل شوي وای چې اوس هم دا غوښتنه پخپل ځائ ده.

طالبان زیاتوي داچې امریکا یا نور هېوادونه د افغانستان په داخلي چارو کې پارونکي نظرونه څرګندوي او د مداخلو هڅه کوي، اسلامي امارت دا دريځ په کلکو ټکو ردوي،

بیان کې ویل شوي د امریکایې چارواکو دا ډول څرګندوني د تیرو ناکامو تجربو تکرار او د امریکا په زیان دریځ دی.
طالبان وایي غوښتنه یې داده چې تر هرڅه زر دغه ډول ناسم دريځ په دپلوماتیکه راشه درشه بدل شي.

33 کسان چې طالبانو د کابينې مهمو وزارتونو ته اعلان کړي، لږ ترلږه څلور پکې داسې کسان شته چې د نومونو سره یې "حقاني" لیدل کیږي.

په دې کې دوه یې معلومداره د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني د کورنۍ هغه غړي دي چې د امریکا له اړخه یې په هر یوه باندې د میلینونو ډالرو انعام ټاکل شوی دی.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وي او ای ته ویلي، امریکا د دغه اعلان ارزونه کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG