لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنه ښایي دپېښور بي ار ټي دوؤ کالو کې د اربونو روپو نقصان کړی دی


څېړونکي وایي دپېښور بي ار ټي پروژه په خساره کې روان ده اؤ په دوؤ کالو کې دې پروژې د اربونو روپو زیان کړی دی.

د بي ار ټي پروژې چارواکې هم مني چې دغه پروژه خساره کې روانه ده خو وایي داکومه تجارتي پروژه نه ده بلکې حکومت د ولس د ښیګړې لپاره پېل کړې ده.

د پیښور بي ار ټي یا بس ریپډ ټرانزټ باقاعده پرانسته دوه کاله وړاندې اګست ۲۰۱۹م کې شوې وه.

د دوؤ میاشتو د چلند وروسته ناڅاپي په دغو بسونو کې د اور لګیدو پیښې رامنځته شوې او مجبوراً بي آر ټي د څه مودې لپاره وتړل شوه.

خو اوس دپېښور یو وتلي خبریال ارشد عزیز ملک خپلې یوې څیړنیزې مقالې کې ادعا کړې ده چې مالي کال ۲۰۱۹م اؤ ۲۰م کې بي ار ټي یو نیم ارب روپۍ تاوان کړی ؤ، اؤ کال ۲۰۲۰م اؤ ۲۱م مالي کال کې دا خساره بیا نوره هم زیاته شوې اؤ په دغه مالي کال کې بي ار ټي یو ارب اؤ ۸۸ کروړه روپۍ زیان کړی دی.

نوموړی وایس اف امریکا ډیوه ته وایي ۲۱م اؤ ۲۲م مالي کال کې به دا تاوان دوه اربه۸۸ کروړه روپو ته ورسيږي.

ښاغلی ملک وایي "زه داسې فکر کوم چې دې خسارې کې به نوره هم اضافه کیږي. ځکه چې کرونا اوس هم شتون لري. ددوي فیډر روټس لکه ورسک او باړه سړک لا نه دي جوړ شوي. د بسونو شمیره کمه ده. درې تجارتي پلازې نیمګړې پرتې دي. که دا هر څه وشي نو امکان لري خساره لږه راکمه شي"

ارشد عزیز ملک وایي دې ګامونو سره د بي ار ټي تاوان کې کمی راتلی شي خو داسې امکان نیشته چې ګني صوبایي حکومت بي ار ټي ته کومه سبسډي یا مراعات ورکوي هغه به ختم شي.

بل پلو ته د بي ار ټي ویاند محمد عمیر خان وایي. بي ار ټي کومه تجارتي پروژه نه ده. دا د ولس ښیګړې لپاره پرانیستل شوې ده. داسې پروژو ته د حکومت له اړخه سبسډي ورکول کومه بده خبره نه ده.

عمیر خان مني چې تیرو دوو کلونو کې بي ارټي خساره کړې ده.

هغه وایي د کرونا له امله سکولونه او نورې تعلیمي ادارې تړل شوې وې. کاروبارونه اغیزمن شول. دفترونو کې حاضري نیمایي وه نو هلته په بي ارټي هم بدې اغیزې وشوې. ځکه چې دې سره بي ار ټي کې د سفر کونکیو شمیره کمه شوه.

د بي آر ټي ویاند زیاتوي لکه څنګه چې مونږ د صحت او تعلیم څانګو کې د ګټې تمه نه ساتو دغه شان ټرانسپورټ کې هم نه دي ساتل پکار.

خو کارپوهان وایي د بي ار ټي د شروع کولو په وخت غلطې اندازې لګول شوې وې نو ځکه هر کال د تاوان کچه لوږیږي.

ددوئ په وینا بي ار ټي کې روزانه د درې نیمو لکو خلکو د سفر اندازه لګول شوې وه خو تر دې دمه کله هم د یو نیم لکو نه زیاتو تنانو بي ار ټي کې سفر نه دی کړی. د پیښور غوندې ورکوټي ښار کې ددې امکان هم نیشته.

خبریال ارشد عزیز ملک هم په دې نظر دی چې د حکومت له اړخه بي ار ټي ته سبسډي ورکول کوم ناقانونه کار نه دی. خو وایي دا باید د صوبایي خزانې څخه نه بلکې د پیښور د ضلعې د پنګو نه ورکړی شي. ترڅو ددې تاوان بوج د نورو ضلعو په اوسیدونکیو ونه غورځیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG