لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړیواله ټولنه دې دافغانستان کنګل شتمنۍ ایله کړي،دپاکستان اؤ قطرغوښتنه


پاکستان او قطر په نړيواله ټولنه غږ کړی چې داسې ګامونه باید پورته نه کړي چې د افغانستان د اقتصاد د کښېناستو لامل وګرځي .

دواړو هیوادونو له نړیوالې ورورولۍ غوښتي چې د افغانستان ګنګل کړی شوې شتمنې دې بحال کړي.

دا غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د اسلام اباد په سفر راغلي د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د زيارت په ورځ اسلام اباد کې ګډ خبري کانفرنس ته کړې ده.

له دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزیر دپاکستان د وزير اعظم عمران خان سره هم لېدل کتل کړي او د افغانستان په اوسني وضعیت یې خبرې اترې کړي دي.

د زيارت په ورځ خارجه دفتر اسلام اباد کې خبرى غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي وويل په افغانستان کې امن، ثبات او څوکالې په اړه پاکستان او قطر يو شان نظر لري او زياته يې کړه چې نړیوالې ټولنې له د افغانستان د اولس سره انساني او مالي امداد لپاره وړاندې راتلل پکار دي.

هغه وویل باید چې په امن کې خنډانو راولاړونکو عناصرو ته په افغانستان کې د امن د نړیوالو هڅو د تالا ترغۍ کولو فرصت په لاس ورنکړل شي.

قریشي وویل پاکستان او قطر په دې سلا شوي چې په افغانستان کې عاجل چېلنج د بشري ناورین او بحران مخنيوي کول دي او د قطر د بهرنیو چارو د وزير شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني دا خبره تاييدوي چې د بشري مرستو سره دې سياسي شرطونه ونه تړل شي.


قریشي وايي نړۍ دې د افغان طالبانو چلند وڅاري خو دداسې ګامونه پورته کولو نه دې ډده وکړي چې د افغانستان د اقتصاد د غورځېدو سوب جوړ شي.

دقریشي په وینا "هغه لمړۍ کار چې کوم کېدل پکار دي هغه دا دی چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ دې بحال کړې شي او افغان ولس ته دې ددغه پېسو د خپل ځان دپاره د کارولو اجازه ورکړی شي"

په دې موقعه د قریشي سره ګډ خبري کانفرنس ته د قطر خارجه وزیر چې ددغه هېواد نایب وزیر اعظم هم دی، وويل د افغانستان لپاره بشري امداد بحالول د هر رقم سياسي شرط نه بالا پکار دی او قطر به د پاکستان سره په ګډه د افغان وګړو مرسته کوي.

له دې مخکې د پاکستان په سفر راغلي د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د وزير اعظم عمران خان سره هم ليدلي دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په دې لېدنه کې ويلي چې پرامن، خوندي او باثباته افغانستان دپاکستان او ددې سيمې لپاره لويې ارزښت لري او پکار ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان د ولس سره ودرېږي.

هغه دا هم وویل چې په افغانستان کې د دايمي امن، ثبات او د اقتصادي ترقۍ باوري کولو لپاره دې نړۍ مثبت ګامونو واخلي او د خبرو لار دې خپله کړي.

د نړیوال اړيکو شنونکي او د پېښور پوهنتون د نړیوال اړيکو د څانګې استاد خورشید خان د پاکستان ددې غوښتنې په اړه خپله تبصره کې ډيوه ته وايي پاکستان چې پخپله هم نړیوال امداد او پورونو ته لاس نیولی نو څنګه د نړۍ څخه د افغانستان د ګنګل شوؤ شتمنو د بحالۍ غوښتنه کوي.

دهغه په وینا نه ګڼي ګواکې نړۍ به د پاکستان دغه مطالبه ومني.

نوموړی وايي د افغانستان اقتصاد په امداد روان دی او کومې شتمنۍ چې ګنګل کړی شوي هغه د غربي نړۍ پېسې دي او غربي نړۍ به له طالبانو غواړي چې په خپل سياسي بندوبست، د ښځو او نورو قامونو سره په خپل چلند کې يو څه بدلون راولي.

هغه وایي دې لپاره ضروري ده چې دغه پېسې د کومو هېوادونو دي هغوئ د طالبانو واکمني په رسميت وپيژني او بله خبره دا ده چې په تېرو شلو کلونو کې چې افغانستان کوم پورونه اخستي دي د هغې د بېرته ستنولو لوظ به له طالبانو اخستل کېږي.

پاکستان او قطر د افغانستان د ګنګل شوو شتمنو د ایله کولو دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مندوب اسحاقزي د سلامتي کونسل په غونډه کې د نړیوالې ټولنې نه غوښتلي چې هغوئ دې طالبان په رسمینت ونه مني او بندیزونه دې پرې ولګوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي خبرداری ورکړی دی چې د پېسو د لېږد مخنيوی افغانستان او اقتصاد یې د سقوط د خطر سره مخامخ کوي.

امریکا د افغانستان بانک د 10 اربه ډالرو شتمنو زياتره برخه ګنګل کړې ده چې څېړونکي وايي د افغانستان په نوؤ حکمرانانو باندې د فشار د وسيلې په توګه یې کاروي.

XS
SM
MD
LG