لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو د کابل مظاهرو د کورېج په تور خبریالان نیولي او وهلي ټکولي دي


واشنګټن ـــ طالبانو په کابل کې او ځینو نورو ولایتونو کې د ښځو تر احتجاجونو وروسته یو شمېر خبریالان د افغانستان پایتخت کابل او نور ولسوالیو کې نیولي، ټکولي او دهړکې یې ورکړې دي او خبري سرچینو ته ویل شوي چې د وېډیو جوړولو لپاره به اجازه اخلي.

د افغانستان د خبریالانو یو سازمان افغان خپلواکه صحافیانو تنظیم ویلي د پاکستان پرضد کابل کې د ښځو د حقونو لپاره د احتجاج کولو په وخت د 14 نه زیات صحافیان او عکاسي کوونکي په تېرو دوو ورځو کې نیول شوي دي.

د طلوع ټي وي د وېډیو جوړوونکي خبریال وحید احمدي په ګډون ځینې د نهې- سه شنبې په ورځ نیول شوي او د بي بي سي خبري څانګې خبریال د وېډیو جوړولو نه منع کړل شوی دی.

د طلوع خبري ادارې په ټویټر ويلي وحید احمدي تر درو ساعتونو پورې ګرفتار وو. تر دې یوه ورځ وروسته په کابل کې د ښځو د حقونو لپاره د احتجاج کولو په وخت د یوې ځایي خبرپاڼې «اطلاعاتِ روز» دوه خبریالان هم ونیول شول.

د یادې ورځپاڼې مدیر ذکي دریابي په ټولنیزه رسنیو د خپلو نیول شوو دوو خبریالانو عکسونه خپاره کړي چې پکې د هغوی په وجود د تشدد سرې نخښې په پښو او مخونو جوړې شوې دي.

مدیر د خپل ویډیو جوړوونکي خبریال نعمت الله نقدي خبرو ته په اشاره ویلي چې وایي څه رنګه طالبانو دوی وهلي. وایي د یوه مخ یې په ځمکه پورې د خپلې پښې سره راښکلی او بیا یې په لغته وهلی. دی د دغه خبریال له خولې وایي ګومان یې کاوه چې ګنې هغوی به یې مړ کړي.

دریابي وایي په څلور ساعتو کې یې طالبانو پينځه د عملې غړي نیولي او پکې یې په دوو باندې تشدد کړی دی. بل خبریال تقي دریابي وایي چې دی ګڼ شمېر کسانو وهلی ټکولی دی. ده رایټرز خبري ادارې ته ویلي په ډنډو د زړه له اخلاصه وهل شوی او کله چې به بې هوشه شو نو بیا به یې په یوه وړه کوټه کې د نورو کسانو سره بند کړو.

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې په ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب وسله والو د خلکو د یوې ډلې مخه نیولې کوم چې ګومان کیږي خبریالان دي او د ښځو د حقونو لپاره د مظاهرې د ويډیو جوړولو په غرض کېمرې وړي.

په ویډیو کې ښودل کیږي چې یو وسله وال د یو تن چې کېمره لري کاغذونه یې ګوري او بل وسله وال د ډلې مخه نیولې، دیکې وهي او ورته وایي چې ځئ، دغلته موجود دریم وسله وال خپل ټوپک ته کارتوس خیژوي او ډلې ته دهړکې ورکوي. وایس آف امریکا په ازاده توګه ددغو ویډیوګانو پخلی نه دی کړی.

په خپل اولني خبري کانفرنس کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې مېډیا به ازاده وي او د اسلامي شریعت د اصولو سره سم به بې طرفه او د قامي ګټو لپاره کار کوي.

رایټرز خبري ادارې د طالبانو د یو وزیر- چې نوم یې نه دی معلوم- له خولې ویلي د تازه راپور شوو پېښو به پلټنې کوي.

د افغانستان د خپلواکه صحافیانو د تنظیم په ګډون د خبریالانو نړیوالو تنظیمونو او د بشري حقونو ډلو د خبري ادارو کارکوونکو سره د طالبانو په دغه رویه باندې نیوکې کړې دي.

د صحافیانو نړیوال تنظیم ای ایف جې په جاري شوې بیانیه کې ویلي د صحافیانو نیول او ورباندې تشدد د طالبانو د خپلواکه ، ازاده او شخصي میډيا سره تازه وعدو سره سمې نه دي.

په نیویارک کې اساس لرونکې ادارې کمیټي ټو پروتیکټ جرنلسټس هم په کابل کې د 14 صحافیانو په نیولو باندې ویلي خبریالان وهل ټکول شوي او ورته دهړکې ورکړل شوي او اوزار ترې اخیستل شوي دي. په جاري شوې بیانیه کې دوی وایي چې طالبان په سمدستي توګه کومه وعده د ازادې میډیا او په محفوظه توګه د کار کولو کړې وه هغه بې ځایه دي.

د ستمبر په لومړۍ نېټه طالبانو افغانستان اړخ ته نزدې 12 خبریالان د پاکستان پولې ته څېرمه نیولي وو او یوه شپه په تېریدو یې بیرته خوشي کړل. په دغو کې پينځه صحافیان د پېښور، کراچۍ او درې د جرمني هم وو چې جلال اباد ښار ته وړل شوي وو.

د وایس آف امریکا اردو څانګې ته ځینو خبریالانو ویلي وو چې بغیر اجازې د ویډیو جوړولو او عکسونو په اخیستو نیول شوي وو. پاکستاني صحافیان چې کله جلال اباد کې خپل هوټل ته بوتلل شول نو د هلته نه بیا هغوی په کابل کې د پاکستان له سفارتخانې سره رابطه وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا په زور د واک اخیستو وروسته په سوونو صحافیان د وطن څخه ددې ویرې وتلي چې د کال 1990 لسیزې په څېر د سخت قانون لاندې رانه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG