لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بايډن او شي د شخړې نه د ډډې کولو په اړه خبرې کړي


د امريکې صدر جوبايډن او د چين صدر شي ژين پينګ په دې بحث کړی چې دواړه هېوادونه د دې مقابلې څخه ډډه وکړي کومه چې دواړه غټ نړيوال اقتصادي هېوادونه شخړې ته بوځي.

د امریکې او چين صدر د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (نهم ستمبر) اووه مياشتې وروسته دغه خبرې په ټيليفون کړي دي، دغه ټيليفوني خبرې 90 دقيقي (منټه) شوي دي.

د امریکې لخوا ويل شوي که د دواړو غټو قوتونو ترمنځ د اړيکو په سختوالي کې نرمي راځي دا به د لسيزو راهسې د يو بل ضد سختو بيانونو تر ټولو ټيټه کچه وي.

سپينې ماڼۍ ویلي، بايډن او شي په پراخه کچه سټراټيجیکي او ورسره د شريکو ګټو او اقدارو په اړه بحث کړی دی، يو لوړ پوړي امریکايي چارواکي خبريالانو ته ويلي په دغه بحث کې په اقتصادي مسلو، چاپيريال او د کوېډ 19 په موضوعاتو خبرې شوي دي.

سپينې ماڼۍ ويلي، صدر بايډن په دې خبره ټينګار کړی چې امریکا په هند پېسفک او نړۍ کې سوله، ثبات او خوشالي غواړي او دواړو مشرانو په دې بحث کړی چې دواړه هېوادونه داسې مقابله وکړي چې د شخړې سبب نه جوړيږي.

دواړو هېوادونو په تيرو میاشتو کې په يو بل پرله پسې تورونه لګولي، زياتره يې په یو بل ښکاره بريدونه کړي، د يو بل په چارواکو يې بندېزونه لګولي، په يو بل يې داسې نیوکې کړي چې خپلې نړیوالې زمه وارۍ يې نه دي پوره کړي.

د چين سرکاري ميډيا ویلي، شي بايډن ته ویلي چې د امریکې د چين دپاره پاليسۍ په اړیکو کې مشکلات جوړ کړي دي، خو زیاته کړی شوې چې دواړو مشران په دې صلاح شوي چې د يو بل سره به په ازاد رابطې ساتي او د رابطو سېوا کولو دپاره د ټيمونو په کچه کار کوي.

د چين سرکاري ميډيا د شي له قوله ویلي، چين او امریکا له پکار ده چې سټراټیجيکي او سياسي حوصله پېدا کړي او چې څومره زر کېدی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ پرمختيايي ثبات سم لوري ته روان شي.

د جمعې په ورځ اسيايي کرنسي او مارکيټ پياوړی شوی کله چې په پانګوه والو کې دا اوازې وې چې د دوه غټو اقتصادي قوتونو د اړيکو ښه کېدو سره به د سيمې اقتصاد هم شي.

ویل کېده چې د افغانستان نه وتل او اوږدې جګړې ختمول به امریکايي چارواکو ته موقع برابره کړي چې د چين څخه راپورته کېدونکو ګواښونو پله نور پام راوګرځوي خو چين بيا وويل چې چين به د چا په فشار کې را نه شي او تيره مياشت د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي ويلي وو چې واشنګټن دې د چين څخه تمه نه لري چې مرستې به يې وکړي په داسې وخت کې چې واشنګټن د بيجنګ د فشار لاندې راوستو هڅې کوی.

د امريکايي انتظامیې يو لوړ پوړي چارواکي د ټيليفوني خبرو نه وړاندې خبريالانو ته ویلي وو چې واشنګټن په وروستیو کې د چين د يو لوړ پوړي پلاوي سره په خبرو مايوسي څرګنده کړې وه ځکه چې چين خبرو ته اماده نه ښکارېدو خو بيا وليده شو چې د بايډن او شي نېغ خبرې په اړيکو کې د ښه والي سبب ګرځېدی شي.

چارواکي ویلي د دواړو مشرانو د ټيلیفوني خبرو انداز د درناوي او احترام وو.

خو چارواکي دا هم منلې چې د چین په رويه بدلولو کې به امریکا محدوده وړتيا ولري او امریکا به د مقابلې سيالۍ ته وده او د همکارانو او اتحاديانو په رايو ځای کولو تمرکز وکړي.

امریکايي انتظاميې په چين تور لګولی چې د خبرو عمل يې وروسته کړی او دغه حربه يې د مايوسۍ لامل شوی چې اخر به دغسې کېدل د امریکا د چين سره د کلنو خبرو د ختمېدو سبب وګرځي.

چارواکي ويلي بايډن پلان نه لرلو چې د چين پرضد انتقامي کارروايي وکړي باوجود د دې که چين د کرونا وايرس د پلټنو په ګډون په نورو چارو کې د مرستې کولو څخه انکار وکړي. بيجنګ د امریکا دغه تورونه رد کړي چې د کرونا وايرس د پلټنو په لړ کې يې د مرستړ نه انکار کړی دی.

امریکايي چارواکي ویلي دا به وخت واخلي چې د بايډن انتظاميه چين اماده کړي ځکه چې د چين کميونسټ پارټي په کور دننه ځان راتلونکې غونډې ته تياروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG