لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د 9/11 د پېښې په 20 کاله پوره کېدو په نيويارک کې د خصوصي غونډې تابيا شوې


د امریکې په نيويارک ښار کې د 9/11 د پېښې په شل کاله پوره کېدو يوه خصوصي غونډه کيږي چې پکې به امريکايي صدر، مهم چارواکي او د وژل شوو کسانو خپل خپلوان ګډون کوي.

د غونډې پېل به د امريکا د قامي ترانې نه کېږي او وروسته به د دوه پېښو يا دوه الوتکو د ودانيو سره د ټکر کېدو په ياد کې دوه وارې خاموشي کيږي او په پېښه کې د وژل شوو کسانو خپل خپلوان به هم خپل تاثرات وړاندې کوي.

غونډې ته به د امريکا صدر جوبايډن وينا کوي.

د امريکې صدر جوبايډ د 9/11 په شل کاله پوره کېدو په ټولنيزو رسنيو بيان جاري کړی او ويلي يې دي چې نن مونږ هغه 2977 کسان يادوو چې په دې پېښه کې وژل شوي وو.

نوموړی ويلي په دې پېښه کې د هغه نزدې ملګری ډېوس هم وژل شوی وو چې دوی يو ځای رالوی شوي وو. امريکايي صدر په دې پېښه کې وژل شوو، امدادي کار کوونکو، پوليس افسرانو، ډاکټرانو، نرسانو او نورو ګڼ شمېر خلکو ته هم د عقيدت پېرزونې وړاندې کړې دي چې په دې پېښه يا له دې وروسته يې بيا په ودانۍ کې خپل کردار ادا کړی دی.

نوموړي ويلي چې شل کاله وروسته هم دغه درد موجود دی ځکه چې ډېر خلک بې له مور پلاره يا بې له بچو ژوند کوي خو د امريکا د پياوړتيا لپاره اتحاد زمونږ طاقت دی. نوموړي په ټولو زور ورکړی چې بايد هر تن بل ته احترام ولري ځکه چې امريکا يواځينی قام دی چې په يو فکر اډاڼه لري، دا فکر د مساواتو دی چې ټول يو شان دي او بايد ورسره يو شان سلوک وشي، نوموړي زياته کړه چې شل کاله پس هم بايد مونږ د ويرې ښکار نه شو.

د 9/11 شل کاله په داسې حال کې پوره شو چې امريکايي صدر د اګست په 31 نېټه د دې پېښې وروسته شروع شوي جنګ ته په افغانستان کې د پايې ټکی کېښودی او خپل پوځونه يې له افغانستانه په مکمله توګه بيرته بللي دي.

د پېښې په ياد کې جوړ يادګار او ميوزيم ته نه يواځې په 11 ستمبر بلکې په نورو ورځو هم عام ولس، ځايي او بهر ملګي وګړي په ګڼ شمېر کې راځي، د وژل شوو کسانو په يادګار ګلونه ږدي او هغوي ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کوي.

د 9/11 د شلمې کليزې په موقع په نيويارک ښار کې کلک امنيتي ګامونه هم پورته شوي دي او په زرګونو سرتيري د نيويارک ښار په بېلا بېلو لارو کې ځای په ځای کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG