د نیویارک بوني جېبفریډ چې د اوور وژنې ادارې سره کار کوي په کال ۲۰۰۱ کې د نیویارک ورلډ ټرېډ سنټر سره د جهازونو د جنګیدو د پېښې عیني شاهده ده. تیره ورځ د یولسم ستمبر د پېښې د شل کاله پوره کیدو په وخت یې د وي او ای ډیوه خبریال فضل الله ته د دغه ورځ حال تیر کړی.
په 11 ستمبر 2001 کې د نيويارک د ورلډ ټرېډ سنټر نه دوه الوتکې تمبول شوې چې له امله دغه ودانۍ راغورځېدلې او پکې نزدې 3000 کسان وژل شوي وو، په دغه ځای د وژل شوو يادګار جوړ کړی شوی او هم دغلته د ياد دستوره شوې ده.
د نن نه شل کاله وړاندې د امریکا په دریو ښارونو کې د القاعده ترهګرې ډلې لخوا ترهګر بریدونه ترسره شوي وو. د دغه بریدونو وروسته امریکا د القاعده پرضد په افغانستان کې جګړه پېل کړه. خو د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په کال ۲۰۱۱م کې د پاکستان په پوځي ښار اېبټ اباد کې په امریکايي عملیاتو کې ووژل شو.
د ناين الېون يا د ستمبر د ۱۱مې د پېښې شل کاله په داسې حال کې پوره کېږي چې امريکا په افغانستان کې جنګ ته د پای ټکی ايښودی دی۔ دغه ځای کې جوړ د وژل شوو خلکو په ياد کې جوړ يادګار ته نن هم خلک راځي او ګلونه پرې ږدي۔ د نيويارک نه د فضل الله رپورټ
په امريکه کښې ميشته افغانان کو يو خوا په ورستيو کښې د افغانستان صورتحال غمژن کړي بل اړخ ته افغانستان نه د امريکائي او نيټو ځواکونو بي وخته انخلا په اړه خپله ناخوښي څرګندوي۔ دوي وائي چي هغه کومي لاس ته راوړني چي دوي د ژوند په مختلفو برخو کښې په شلو کالو کښې تر لاسه کړي وي په دري اونو کښې ئي د لاسه و
د امریکې په نيويارک ښار کې د 9/11 د پېښې په شل کاله پوره کېدو يوه خصوصي غونډه کيږي چې پکې به امريکايي صدر، مهم چارواکي او د وژل شوو کسانو خپل خپلوان ګډون کوي.
کېن فاراباغ په کال ۲۰۰۲م کې د امریکايي پوځ سره د یو خبریال په توګه د افغانستان د اوږدې جګړې په شورو کې سفر کړی وو. نوموړي د یو شمیر هغه امریکایي عسکرو سره خبرې کړي چې د دغې جګړې په شورو کې افغانستان ته تللي وو. د امریکا یو پخوانی پوځي افسر دغه جنګ ته څنګه ګوري؟ کېسه یې دلته وګورئ.
د وي او ای کین فاراباګ د هغه پېنسلوینیا ایالت شېنکسویلا لرې پرتې سیمې حال وړاندې کوي چرته چې په یولسم ستمبر کال ۲۰۰۱م جهاز 93 غورځیدلې وه. په تیرو شلو کلونو کې دغه سیمه په یو لویې یادګار کې څنګه بدله شوه. نور تفصیل یې نوشیروان قلندر وړاندې کوي.
کېن فاراباغ په کال ۲۰۰۲م کې د امریکايي پوځ سره د یو خبریال په توګه د افغانستان د اوږدې جګړې په شورو کې سفر کړی وو. د افغانستان نه امریکايي عسکرو د وتلو وروسته د یو پخواني پوځي سره بیا لیدلي څوک چې وايي امریکا په افغانستان کې زیات وخت تیر کړو. د دغه امریکايي عسکر نوره کیسه دلته وګورئ.
کېن فاراباغ په کال ۲۰۰۲م کې د امریکايي پوځ سره د یو خبریال په توګه د افغانستان د اوږدې جګړې په شورو کې سفر کړی وو. څنګه چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت سر ته ورسوو، کېن د هغه خلکو سره په افغانستان کې د امریکا د احدافو په اړه خبرې وکړې د چا سره چې یې پخوا لیدلي وو.
خالد شېخ محمد د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د کال 2003 د مارچ په لومړۍ نېټه نیول شوی دی. هغه او د هغه څلور مرستیالان دا وخت د امریکې د سمندري پوځ په زندان کې دي چې د "وار ان ټېرر" یا په ترهګرۍ جنګ نومې زندان هم بلل کېږي