لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د 9/11 د پېښې په یاد کې راجوړه غونډه کې پخوانيو ولسمشرانو او ګڼو خلکو ګډون کړی


د 9/11 د پېښې په 20 کاله پوره کېدو د نيويارک په ګراونډ زيرو راجوړه غونډه کې د امریکا د صدر جوبايډن سره پخوانيو ولسمشرانو، باراک اوباما او بل کلنټن، په ياده پېښه کې د وژل شوو خپلوانو او نورو ګڼو خلکو ګډون کړی دی.

په 11 ستمبر 2001 کې د نيويارک د ورلډ ټرېډ سنټر نه دوه الوتکې تمبول شوې چې له امله دغه ودانۍ راغورځېدلې او پکې نزدې 3000 کسان وژل شوي وو، په دغه ځای د وژل شوو يادګار جوړ کړی شوی او هم دغلته د ياد دستوره شوې ده.

د 9/11 بله ياده غونډه د پنسلوينيا رياست په شانکسوېل کې شوې چې پکې مرستیالې صدرې کامله هېرېس او پخواني صدر جارج ډبليو بش ګډون کړی دی، چرته چې بله الوتکه غورځېدلې وه.

د 9/11 د پېښې په ياد کې بله غونډه په پېنټاګون کې هم شوې ده.

صدر جوبايډن په دغو واړو غونډو کې يوې ته هم وېنا نه ده کړې. خو خبریالانو سره په خبرو کې نوموړي ویلي، دغه يادګار ډېر مهم دی او د هغو خلکو دپاره چې په دغو پېښو کې اغېزمن شوي دي.

خو په ويډيوي پېغام کې نوموړي د ډېرېدونکې سياسي شخړې په وړاندې د يو والي يا يو موټی کېدو پېغام ورکړی دی.

دغه پېغام مرستیالې صدرې کاملا هېرېس هم په پنسلوينيا کې ورکړی دی.

هغې ويلي، د 9/11 د پېښې ورووسته مونږ ته يادګېرنه کوي چې په امریکا کې يو والی ممکن دی. او مونږ يادونه وشوه چې په امريکا کې يو والی اړين دی.

د پېنټاګون په ودانۍ د غورځول شوې الوتکې د پېښې په یاد کې هم غونډه شوې او د دفاع وزیر لوېډ اسټن ویلي، په دغه ورځ نه يواځې دوی خپل ملګري بلکې د هغوی مارموريت هم يادوي.

هغ ویلي شريکه زمه واري ده چې د جمهوريت ساتنه وکړو او د نوو خطرو په کلکه مقابله وکړو.

XS
SM
MD
LG