لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورغر، اېبټ اباد: په دوه پېښو کې لږ تر لږه 17 تنه مړه شوي


د خېبرپښتونخوا په دوه ضلعو تورغر او اېبټ اباد کې د اسماني تندر پرېوتو او غره ښوېدو په پېښو کې لږ تر لږه 17 تنه مړه شوي دي.

د تور غر ضلعې پوليسو وي او اې ډيوه ته ويلي چې تيره شپه د تورغر د جودبا تاڼې په علاقه کې اسماني تندر پرېوتی او څلور کورونه يې وهلي دي.

د ضلعې پوليس مشر (ډي پي او) مختيار شاه وي او اې ډیوه ته وويل، اسماني تندر د شپې د باران په مهال په کورونو پرېوتی او 12 تنه يې مړه کړي دي.

هغه وویل په مړه شوو کسانو کې دوه ماشومان، درې ښځې او نور سړي شامل دي، هغه زياته کړه کورونه تباه شوي او څاروي پکې هم مړه شوي دي.

د امدادي کارونو په اړه پوليس افسر وويل ځايي خلکو او پوليسو په خپله مړي راويستي دي.

د ژغورنې ادارې 1122 په اړه نوموړي وویل په تورغر ضلع کې د دغه ادارې پرانسته شوې خو تراوسه فعاله نه ده.

خو د 1122 اداره وايي چې په تورغر کې يواځې د ادارې منظوري شوې ده، نور فعاليتونه لا نه دي پېل کړی شوي دي.

بله پېښه د اېبټ اباد ضلعې د کاکول سره نزدې په پايجو کلي کې شوې او د ژغورنې ادارې 1122 وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو مالوتو کې ويلي دغلته غر په کورونو دپاسه راغورځېدلی دی.

د اېبټ اباد ضلعې د 1122 مشر عمران يوسفزي وي او اې ډيوه ته وويل نن سهار وختي دغه پېښه شوې او د غر لاندې يو کور راغلی چې پکې پينځه تنه مړه شوي دي.

د نوموړي په وېنا په مړه شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې په 11 ستمبر په صوبه کې د 48 ساعتونو پورې د موسم په اړه ويلي، د صوبې په شمالي غرييزه او جنوبي ضلعو کې په دمې دمې سره د باران امکان دی، او پېښور، نوښار او مردان کې هم د باران سره د نالو يا سېلاب راتلو امکان دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG