لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېخ رشيد: نه په افغانستان کې لاس وهنه کوو او نه څوک لاس وهنې ته پرېږدو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شېخ رشید وايي، په افغانستان کې لاس وهنه نه کوو او نه څوک پرېږدو چې په افغانستان کې لاس وهنه وکړي.

نن د اتوار/يکشنبې په ورځ (12 ستمبر) په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وېنا کې شېخ رشيد وویل، پاکستان د افغانستان مسله په افغانانو پرېږدي.

هغه وويل د پاکستان پوځونو هر ډول حالاتو ته تيار دي.

شېخ رشيد زياته کړه، د طالبانو نه تمه ساتي چې د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) په سمه طريقه مخنيوي وکړي او د داعش سره يې هسې هم جګړه ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پرون د خالي په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حميد د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو روس، چين، ايران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمانستان د اسختباراتي ادارو مشرانو سره په اسلام اباد کې ليدلي دي.

دوه ورځې وړاندې شېخ رشيد د پاکستان د (هم نيوز) سره په خبرو کې ویلي وو، طالبان اوس يو حقيقت دی او ضروري نه ده چې د چا په مشورو وچليږي.

هغه ويلي وو د دې سيمې دپاره پينځه، شپږ مياشتې ډېرې مهمې دي.

طالبانو په 15 اګست کابل نيولی او په اووم ستمبر يې لنډ مهاله کابينه اعلان کړې ده.

د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندو يا تسليمولو په اړه تراوسه کوم هېواد څه نه دي ویلي.

او په 15 اګست چې طالبانو کابل او د افغانستان زیاتره برخې نيولې په 17 اګست د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تسلیمولو فېصله به د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG