لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معید یوسف:پاکستان به نور دهیڅ یو هیواد کیمپ ته نه ورننوځي


دپاکستان دملي امنیت سلاکار ډاکټر معید یوسف وایي هیواد یې پرېکړه کړې چې اوس به دهیڅ یو هیواد کیمپ ته نه ورځي اؤ د “ډومور” یا دنورو ګامونو باب یې دتل دپاره تړلی دی.

دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې دملي امنیت دسلاکار معید یوسف له خولې لیکلي چې پاکستان دافغانستان دوضعیت په اړوند دسیمې هیوادونه په اعتماد کې اخستي اؤ دامریکې داستخباراتي شبکې سي ایي ای مشر سره یې هم دافغانستان په کشاله اؤ دهغې په احتمالي هواري خبرې کړې دي.

معید یوسف ویلي چې په دې خبرو کې پاکستان د ډو مور باب دمدام دپاره تړلی دی اؤ زیاتوي وړاندې به دافغانستان په اړه دپاکستان خبرې ته غوږ نه کېښودی شو خو اوس ورته اېښودل کیږي .

ډو مور هغه اصطلاح ده چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان نه دلازیاتې اؤ‌ رېښتونې همکارۍ دغوښتنې په مهال دامریکې اؤ نړیوالې ټولنې لخوا وخت په وخت شوې ده.

پاکستان تل دعوه کړې چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې مالي اؤ ځاني قربانۍ ورکړي خو دپاکستان په دې دعوؤ بیا وخت په وخت دامریکا اؤ‌نړیوالې ټولنې لخوا شکونه هم شوي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان دترهګرۍ په ضد دجوړ ایتلاف غړی دی خو دپردې ترشا ترهګرو ډلو سره کومکونه کوي اؤ پخپله خاوره یې خوندي ځالې ورکړې دي.

معید یوسف وایي پاکستان دامریکې په ګډون ټولو هیوادونو سره اړېکې ښې کول غواړي خو نور به پاکستان دهیڅ یو هیواد په کیمپ کې نه ودریږي.

تیره اوونۍ دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم ویلي وؤ چې دافغانستان داوسني وضعیت په تناظر کې اوس په سیمه کې یو بل کیمپ جوړیدی شي خو هغه ویلي وؤ پاکستان به افغانستان کې یوازې دامن اؤ سولې خبره کوي ځکه چې که دغه هیواد کې ناقلاري سیوا کیږي نو بدې اغېزې به یې په پاکستان پریوځي.

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دامریکې ددفاع وزیر لایډ اسټن وي او ای سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي امریکه افغانستان کې راپورته کیدونکو ګواښونو ته په بشپړ ډول ځير ده.

دبهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي وؤ “خو افغانستان کې ګواښونو ته دځیر کیدو باوجود به امریکا دهاغو ګواښونو نه هم خپل پام نه ګرځوي چې دچین دلوري مخې ته ولاړ دي”

دملي امنیت دپاره دپاکستان د وزیراعظم دسلاکار معید یوسف له خولې ورځپاڼې ایکسپریس ټرییبون پخپل رپورټ کې لیکلي چې پاکستان دمعاشي اؤ تجارتي لارو نه دټولو هیوادونو سره خپلې اړېکې پیاوړې کول غواړي خو دچین سره پخپلو اړیکو هیڅ سازباز نه شي کولی .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دچین په پروژو دبوختو چینایي وګړو په ضد تاؤ تریخوالی اؤ بریدونه زیات شوي اؤ په دې بریدونو کې ګڼ شمیر دچین وګړي وژل شوي چې چین پرې سختې اندېښنې ښودلي اؤ دې بریدونو کې دلاس لرونکو دقانون منګولو ته د راکش کولو غوښتنې یې کړې دي.

افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو سره سم په پاکستان کې دننه پاکستاني طالبانو خپل بریدونه زیات کړي اؤ څېړونکي وایي چې که چرې دپاکستان دننه دچین په مفاداتو دبریدونو دا لړۍ دوامداره پاتې شي نو چین به افغانستان کې دطالبانو دملاتړ ګام ته ډاډه پاتې نه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG