لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانسه وایي طالبان دروغژن دي،حکومت به یې په رسمیت ونه پېژني


فرانسې طالبان د دروغژنو په نوم یاد کړي اؤ اعلان یې کړی چې حکومت به یې په رسمیت ونه پیژني.

دفرانسې دبهرنیو چارو وزیر ژان ییف لودریان قطر ته له روانیدو وړاندې دشنبې په ورځ د۵شبکې ټيلي ويژن سره خپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو دټول شموله حکومت جوړؤلو ژمنه کړې وه اؤ هم یې ویلي وؤ چې بهرنیان اؤ ځېنو افغانانو ته به په ازادانه توګه دوتلو اجازه ورکړي، خو هغوئ دروغ وایي.

د رویټرز خبري شبکې په رپورټ کې د فرانسې دخارجه وزیر له خولې ویل شوي” فرانسه ددې حکومت(طالبانو) سره دهر رقم اړېکو د هغوئ په رسمیت پېژندلو څخه ډډه کوي”

فرانس وړومبی هیواد دی چې په غوڅه توګه یې د طالبانو دحکومت په رسمیت دنه منلو خبره کړې ده خو تر دې وخته دنړۍ یو هیواد هم دطالبانو اعلان کړل شوی لنډمهاله حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی اؤ نه یې هم ددې حکومت دمنلو پرېکړی اعلان کړی دی.

دفرانسې دبهرنیو چارو وزیر لودریان وایي که طالبان د نړۍ سره سره ښې اړېکې اؤ غوره اقتصاد غواړي نو باید په عمل کې وښایي.

طالبانو په ۱۵م اګست دکابل نیولو وروسته په کراتو ویلي وؤ چې هغوئ به یو داسې حکومت جوړوي چې دافغانستان دټولو خواؤ نمایندګي به پکې وي خو تیره اوونۍ چې هغوئ خپله کومه لنډمهاله کابینه اعلان کړه نو په هغې کې یوازې دطالبانو مشرانو ته حکومتي څوکۍ ورکړل شوي دي.

امریکې ، ملګرو ملتونو اؤ یو شمیر نورو هیوادونو دطالبانو په اعلان کړل شوې لنډمهاله کابینه اندېښنې ښودلي اؤ دهغوئ نه یې غوښتنې کړې دي چې په حکومت کې باید میرمنو، لږکیو ، زلمو اؤ نورو خواؤ ته هم داستازیتوب حق ورکړي.

خو طالبانو لا دنړیوالې ټولنې دې غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی.

دطالبانو تر ټولو خواخوږی هیواد پاکستان ګڼل کیږي خو پاکستان هم لا تر اوسه دطالبانو دحکومت په رسمیت دپیژندنې اعلان نه دی کړی

(دې رپورټ کې ځېنې معلومات د رویټرز خبري شبکې نه اخستل شوي دي)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG