لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلينکن د کانګرس په وړاندې د افغانستان څخه د وتلو د پرېکړې دفاع کړې


د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د کانګرس د غړو په وړاندې د افغانستان څخه د ځواکونو ویستلو د پرېکړې دفاع کړې او ويلي يې دي په دغه ګام اخستو د امریکې د تاريخ اوږده جګړه پای ته رسول شوې ده.

د ګل/دوشنبې په ورځ نوموړي د کانګرس د بهرنيو چارو د کمېټۍ په وړاندې ویلي، که صدر جوبايډن په افغانستان کې د وسله والوځواکونو په ځای کولو او ساتلو پرېکړه کولی نو په يوه ځانګړې شمېره کې به يې ځواکونه ساتل، چې خپله دفاع وکړي او د طالبانو مخه ونيسي، د هغې په پايله کې نور ځاني تاوان کېدواو بيا به ا مریکا د يوې نامالومې مودې پورې په افغانستان کې پاتې کېده.

هغه وويل د دې خبرې هیڅ ثبوت نه وو چې که د دغه مودې نه هم د زیات وخته پورې په افغانستان کې پاتې کېدی نو افغان امنيتي ځواکونه يا حکومت به پياوړی شوی وی يا د دې جوګه شوی وی چې خپله دفاع يې کړی وی.

هغه ويلي چې په 20 کلونو کې د مالي مرستو، وسلې او روزنې کار شوی په اربونو ډالره لګول شوي که دا ټول هر څه پوره نه وو، نو په يو کال، پينځه يا لس کاله کې به نور څه فرق راغلی وی.

طالبانو چې د اګست په نيمايۍ کې افغانستان نيولی او افغان ولسمشر اشرف غني د ملک څخه وتلی متحده عرب اماراتو ته تللی دی، امریکې د اګست د مياشتې د وروستیو پورې په دوه اوونيو کې د کابل د هوايي اډې څخه يو لک 24زره کسان ويستلي چې پکې د 6000 نه زيات امريکايي سرتيري هم شامل دي او د 100 امریکايان په افغانستان کې پاتې شوي دي.

د ټېکساس څخه ريپبلکن استازي د افغانستان نه په وتلو نيوکې کړي چې ناورين يې جوړ کړی او افغانستان اوس د هغو خلکو په لاس کې دی چې دوی یو وخت به کيوبا کې د امریکا په ګوانتاناموبی کې بنديوان وو.

د اوهايو نه د ريپبلکن استازي سټيو چوبوټ ويلي امریکايي عمل د سپکاوي وو، هغه ويلي امریکايان د افغانستان نه وتل خو په دغه طريقه نه.

بلینکن ويلي، امریکايي چارواکي له وړاندې نه په دې نه وو پوهه چې افغان حکومت به سقوط کوي او طالبان به په ټول ملک کې پرمخ ځي.

هغه ويلي تر دې چې داسې کومه وړاندوېنه نه وه چې حکومتي ځواکونه به سقوط کيږي په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه به هلته وي.

نوموړي زياته کړې امریکا چې د وتلو عمل بشپړ کړی د پاتې امريکايانو، افغان وګړو او اتحادي هېوادونو د وګړو د ويستلو دپاره اوس هم کار کوي هغوی چې د افغانستان نه وتل غواړي.

په اورېدنه کې د ريپبلکن غړو سختې پوښتنې راولاړې کړي او نيوکې يې کړي دي. د نهې/ سه شنبې په ورځ به بلینکن د سېنېټ د بهرنيو چارو د کمېټۍ په وړاندې احوال تيروي.

د امریکې په قومي رايې کې امریکايي ووټران د بايډن د دې پرېکړې ملاتړ کوي چې د امریکا مستقله جګړه يې ختمه کړه خو د ویستلو د عمل سره اتفاق نه کوي.

قانون جوړونکو په دې هم نيوکې کړي چې امریکايي استخباراتو د طالبانو د قبضې او افغان حکومت د ناکامۍ په اړه وړاندوېنه ولې نه وه کړې.

ريپبلکن دا هم وايي دوی غواړي چې په وروستیو اوونيو او ورځو کې د جګړې په اړه د بايډن د انتظامیې په چلند به پوښتنې راولاړې شي او د ډېموکرېټ غواړي چې د امریکا د تيرو څلورو ولسمشرانو د انتظاميو هم جاج واخستل شي، چې پکې دوه ريپبلکن صدر جارج ډبليو بش ا و ټرمپ او دوه ځله د ډېموکرېټ صدر باراک اوباما پاتې شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG