لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې خبريالانو ته د ګواښ خبرداری ورکړی شوی


د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې پولیسو خبریالانو ته په يوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی شوی چې محتاط پاتې شي ځکه چې د ترهګرو لخوا ورته د بريدونو امکان څرګند کړی شوی دی.

خبریالان وایي په بنو کې ورځ تر بلې خرابېدونکی وضعیت ښایي دغلته پولیس او نورې امنیتي ادارې دوی ته په امنیت ورکولو کې ناکامه دي او دا به د وړاندې نه د ګواښونو او خطرو سره مخ خبریالانو وظيفې نورې هم اغېزمنې کړي.

د بنو سره تړاو لرونکی او د نیشنل پریس کلب مشر خبریال ګوهر وزیر وایی د ضلعي پولیس افسر لخوا جاري شوی دا خبرداری په ګوته کوي چې د علاقې حالات یو ځل بیا ډیر خراب لوري ته روان دي . خو په داسې حالات کې د امنیت ټوله زمه داري پولیس د خبریالانو په غاړه اچولې دا په داسې حال چې دلته د وړاندې نه خبریالان د ګواښونو سره مخ دي.

هغه وایي داستخباراتي شبکو دخبرداري نه په ښکاره ظاهریږي چې دغلته پولیس او نورې امنیتي ادارې دوی ته په امنیت ورکولو کې ناکام دي او دا به د خبریالانو کار نور هم متاثر کړي چې کره او ریښتوني خبرونه مخې ته راوړي.

هغه وایي د حیرانتیا خبره ده چې چې دغلته عملیات وشول ضرب عضب او ردالفساد په نوم عملیاتو کې د امن پرځایې کولو دعوې شوې او پولیس بیا دوی ته وایي چې حالات خراب دي. دا خو د امن په دعوو پوښتنې را پورته کوي.

هغه وویل دامنیتي ادارو لخوا دوی ته دخپل حفاظت پخپله د کولو وینا هم ډيره عجیبه ده ځکه چې که مونږ خپل حفاظت پخپله کوي نو بیا دغلته دپولیسو او نورو امنیتي ادارو د موجودیت څه جواز جوړیږي؟.

د بنو د ضلعي پولیسو د مشر لخوا د ګواښ خبرپاڼه چې په لسم ستمبر خپره کړه شوې، پکې ويل شوي چې د هیواد حالات ښه نه دي نه يواځې په تير وخت کې بلکې اوس هم خفیه استخباراتي شبکې داسې اطلاعات لري چې سياسي مشرانو، صحافيانو او امن خوښه وګړو ته د ګواښ خبرونه ترلاسه شوي دي.

د خبرداري په دې پاڼه کې ویل شوي چې د ترهګرو په ضد د پوځ او پولیسو عملیات روان دي او د دې په غبرګون کې ترهګر په ممکنه ډول د ورانکارۍ پېښې کولی شي.

په دې پاڼه کې د بنو نیشنل کلب او بنو ضلعې پریس کلب ته خبرداری ورکړل شوی چې دخپل حفاظت دپاره ټول ضروري ګامونه واخلي او خپل امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

خبر پاڼه کې په دوی غږ شوی چې د یوازې سفر نه ډډه وکړې خپل فعالیتونه محدود کړي او د غېرضروري غونډو او دستورو ته د تګ نه هم ډډه وکړي.او د تګ راتګ په مهال دې خپلې لارې هم بدلوي رابدلوي.

د خېبريونين اف جرنلسټ عمومي سېکتر محمد نعيم وايي، په ځانګړې ډول په خېبرپښتونخوا کې صحافيان ډېر زورل کيږي، صحافيان چې د غونډو نه منع شي نو چرته به شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل نه يواځې خېبرپښتونخوا بلکې پاکستان د صحافيانو دپاره نو ګو ايريا (هغه ځای چې تګ ورته منع وي) جوړيږي، په خېبرپښتونخوا کې د صحافيانو څارنه کيږي چې څنګه خبرونه ورکوي.

خو هغه وويل په هر حالت کې به صحافت به جاري ساتي.

د پوليسو لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې خبریالانو ته دا هم ویل شوي باید په کورونو او دفترونو کیمرې ولګوې په مشکوک تن یا څیز نظر ساتي، د غېر ضروري خلکو سره ناسته ولاړ بنده کړي او د شپې پرمهال د کور نه وتلو نه ډډه وکړې او د کومې ستونزې لرلو په وخت باید ضلعي پولیس ضرور خبر وساتي.

ضلعي پولیسو دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی چې تیره یوه اونۍ وړاندې د پاکستاني طالبانو تحريک ملکي او بهرنیو رسنيو سره کارونکو خبريالانو او د ميډيا ادارو نورو اړونده کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې دوی ته ترهګر يا تندلارو ویلو څخه ډډه وکړي ګنې د دوی سره به د دښمن په توګه چلند وکړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG