د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ویلي، امریکا به په طالبانو لګيدلي بندېزونه نه لرې کوي خو د ستونزو ښکار افغانانو مرستې به په بشري بنيادونو کوي، کوم ته چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې غټ جوړېدونکی بحران ويلي دي.
بلينکن د نهې/ سه شنبې په ورځ ويلي، د ملګرو ملتونو او غېر دولتي ادارو د لارې به په بشری بنيادونو د افغانانو مرستې دوامداره ساتي، نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې له دې يوه ورځ وړاندې امریکا ويلي وو چې نزدې 64 ملينه ډالره بشري مرستې کوي.
د بلينکن نه په سېنېټ کې قانون جوړونکو د افغانستان نه د امریکا د وتلو په اړوند سختې پوښتنې کړي دي.
د درې نيم ساعته پورې اورېدنه کې بلينکن ویلي، د اضافي مرستو د لارې به د صحت او خوراک په اړوند ضرورتونه پوره کولی شي، او د ښځو، ماشومانو او لږکيو په ساتنه کې به مرستې کولی شي، چې پکې جينکۍ هم شامل دي او د هغوي سکولونو ته بيا تلو کې به مرستې کولی شي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزیر ویلي، هغه به د بهرنيو چارو د وزارت د يو لوړ پوړي چارواکي نوم ورکړي چې د افغان ښځو، جينکو او لږکيو په ملاتړ پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړې د نوو بندېزونو پرته دغه مرستې به د طالبانو د لارې نه بلکې نېغ په نېغه په افغانانو وېشلی شي او د دغو مرستو سره به په روان مالي کال کې د امریکې لخوا د افغانانو سره مرستې نزدې 330 ملينه ډالرو ته ورسي.
ملګرو ملتونو د روان پاتې کال دپاره د 606 ملينه ډالرو د مرستو غږ کړی چې د 11 ملينه افغانانو د خوراک، صحت او سرپټولو په برخه کې وکړی شي.
ملګري ملتونه د نهې/ سه شنبې په ورځ خپله کاليزه غونډه پېلوي خو دا نه ده څرګنده چې په دغه نړيواله غونډه کې به طالبان د افغانستان استازيتوب وکړي که ونه کړي.
د سېنېټ د بهرنيو چارو د کمېټۍ مشر بوب مېنډيز ویلي، دا يو خيال دی چې طالبان به خپلې وعدې پوره کړي او امریکا د نورو نتيجو تمه لري.
هغه په نورو هېوادونو هم غږ کړی چې د طالبانو حکومت په رسميت ونه پېژني.
نوموړي سېنېټر ویلي، دوی اوس پوهه دي چې طالبان د سياسي لارې خپلولو هيڅ اراده نه لري د القاعده سره اړیکې نه پرې کوي او نه غواړي چې ښځو ته خپل حقونه ورکړي او هغوی ته به دا حقونه ور هم نه کړي د کوم له امله چې هغوی د ټولنې په پرمختګ کې پوره برخه لرلی شي.
د اډهوا سره تعلق لرونکي سېنېټر جېمز رچ څوک چې په سېنېټ کې د ريپبلکن ګوند مشر دی ویلي يې دي، په وروستيو کې چې کوم ملک هم د طالبانو ملاتړ کوي امريکا له پکار ده چې په سټراټیجيکي اړيکو کې يې درجه راکمه کړي.