لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د افغانستان مسله به ټولو له په شريکه حل کول وي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، د افغانستان مسله به ټولو په ګډه حل کوي، افغانستان په دې موقع يواځې نه شي پرېښودی کېدی او که يواځې پرېښودی شو نو بحران به جوړ شي.

عمران خان د جمعې په ورځ (17 ستمبر) د شينګايي کواپرېشن ارګنایزېشن یا د همکارۍ شېنګايي تنظیم (اېس سي او) د غړو ملکونو د سرمشرانو غونډې ته په وېنا کې دغه خبره کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم ويلي، د نړيوالې ورورولۍ د هڅو باوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم موجودې دي او د اېس سي او دپاره مهمه ده چې نړيوال او سيمه ييز امن ته د ورپېښو خطرو مخنيوی وکړي.

هغه ويلي د افغانستان حقيقت نړۍ ته منل پکار دي، د افغانستان مسله ټولو له په ګډه حل کول پکار دي دا وخت چې د افغان ولس سره يو ځای ودرېدل شي او پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې مهم کردار ادا کړی او د 80زرو انسانانو قرباني يې ورکړې او اقتصاد ته يې زيان اوښتی دی.

نوموړي زياته کړې د 9/11 د بريدونو 20 کاله وشو او د نړیوالې ورورولۍ د پوره هڅو باوجود اوس هم د ترهګرۍ خطرې موجودې دي، او که دغه خطرې او چېلنجونه د پامه وغورځول شو نو د ترهګرۍ پرضد جګړه نه شي ګټل کېدی.

هغه ويلي د نړيوالې ورورولۍ په شريکه ګټه ده چې دا خبره يقیني کړی شي چې په افغانستان کې کومه شخړه نه وي او امنيت ټينګ وي.

عمران خان ويلي، د افغانستان سره د نړيوالې ورورولۍ مثبتې اړيکې ډېرې مهمې دي او دا يوه ښه موقع ده چې په افغانستان کې د 40 کالو جګړه ختمه شي په دې نازک وخت کې د پروپېګنډو نه ډډه پکار ده د دې نه به د امن امکانات کمزوري شي او تاوان به يې افغان ولس ته ورسي.

هغه دا هم ويلي چې طالبانو له د ټولو سیاسي ډلو سره کړې وعدې پوره کول پکار دي د ټولو افغانانو د حقونو احترام دې وشي او دا خبره دې يقينې کړی شي چې افغانستان بيا د ترهګرو خوندي ځاله جوړه نه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG