لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که پاکستان افغان کډوالو ته ځای ور نه کړي نو انساني بحران جوړېدی شي، یو اېن اېچ سي ار


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ويلي ليدل کيږي "چې د افغانستان نه کډوال پاکستان ته راځي په دوي کې که ځینې خاص ضرورت لري لکه د خونديتوب يا امنيت، چې پکې لږکۍ هم دي او که د دوی سره پوره اسناد نه وي نو پکار ده چې دغه خلک واورېدل شي او مسله يې حل شي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فيليپو ګرانډي پرون د جمعې په ورځ (17 ستمبر) په اسلام اباد کې خبري غونډه کړې او ويلي يې دي دا وخت تر ټولو مهمه مسله د کډوالو ده.

هغه ويلي دوی ليدلي او په مشاهده کې يې راغلي دي چې د تورخم او چمن په پوله خلک اوړي راوړي او هغه د پاکستان حکومت ته پېغام ورکوي چې ښايي په دغو خلکو کې ځينې ځانګړي ضرورتونه لري او که دا خلک بيرته لېږل کيږي د چا سره چې پوره اسناد نه وي کېدی شي دوی د خطر سره مخ وي او په دوی کې لږکۍ وي.

هغه وويلي ښايي دغه خلک نورې مسلې هم لري او هغه د پاکستان په حالاتو هم خبر دی چې د 40 کالو راهسې پکې نور کډوال هم دېره دي.

خو زیاته کړې يې ده که د کډوالو ځانګړي کېسونه وي په ځانګړي ډول خونديتوب ته اړتيا لري هغه د پاکستان حکومت ته خواست کوي چې په بشري بنيادونو دغه مسلې واوري او هوارې يې کړي.

هغه ویلي د پاکستان د صدر او د پوځي مشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره يې لیدلي او د کډوالو په اړوند يې ورسره خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او له هغې وروسته داسې ويل شوي چې ډېری خلک کډې کوي او د افغانستان نه بهر ووځي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد په دوېم ستمبر په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي وو که چرته د افغانستان څخه د چمن په پوله د خلکو راتګ سېوا کيږي دوی کولی شي چې د چمن پوله په مکمله توګه وتړي.

له دې وړاندې نوموړي د افغانستان څخه د کډوالو پاکستان ته د راتګ په اړه ویلي وو تراوسه پورې څوک نه دي راغلي او تراوسه پورې د پاکستان فېصله ده چې کډوال پاکستان ته نه پرېږدي خو په راتلونکې کې به څه کيږي دا به د وخت سره مالومه شي.

د جولايۍ په مياشت کې د پاکستان د قامي امنيت د شورا سلاکار معيد يوسف په يوه مرکه کې وايس اف امريکا ته ويلي وو، ريښتيا دا دي چې مونږ نور کډوال نه شو ځايولی. نړيوال دې په افغانستان کې دننه د دوی بندوبست وکړي مونږ تيار يو چې مرسته يې وکړو.

پاکستان دعوه کوي په ملک کې درې ملينه افغان کډوال د وړاندې نه مېشت دي خو د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي په پاکستان کې ورسره 14 لکه کډوال رجسټرډ دي.

ملګرو ملتونو د پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو خبره په داسې حال کې کړې چې روانه میاشت پاکستان هغه 700 افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته شړلي چې د طالبانو له واک تر لاسه کولو وروسته د سپین بولدک له لارې بلوچستان ته ورغلي وو. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د حکومت په دې کار اندېښنه څرګنده کړې وه.

د بلوچستان حکومت چارواکو ويلي وو له کراچۍ، لسبېلې، کوټې، کچلاغ او نوشکي سیمې څخه تر 700 زیات افغان کډوال په یو شمېر موټرو کې د قافلې په بڼه بیرته تر پولې اړولي شوي دي.

صوبایي حکومت ويلي دغه نوي ورغلي افغانان د کندهار، کابل او هلمند اوسېدونکي وو او په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل وو. د کوټې کمیشنر سهېل الرحمن بلوچ رسنیو ته ويلي وو:

"دغه افغانې کورنۍ مو افغانستان ته ولېږلې ځکه چې دوی په غیرقانوني توګه پاکستان ته راغلې وې".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG