لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: د افغانستان نه نور امریکايان وتلي دي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د جمعې په ورځ د قطر په الوتکه (قطر ايير وېز) کې نور امريکايان د افغانستان څخه وتلي دي.

زلمي حليلزاد په ټویټر د خوشالۍ څرګندونه کړې چې د قطر ايير وېز د لارې نور امریکايان وتلي دي، خو هغه په دغه اړوند نور جزيات نه دي شريک کړي چې په الوتکه کې څومره امريکايان وو.

د اېسوسي اېټډ پرېس د خبر ترمخه افغان چارواکو ويلي په دغه الوتکه کې د 150 نه زيات مسافر سواره وو خو دا چې امریکايان پکې څو وو دا نه ده مالومه.

خو د خالي/شنبې په ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي، 28 امریکايي وګړي او اووه مستقل استوګنه لرونکي په دغه الوتکه کې وو.

په تيره اوونۍ کې 300 بهرنيان چې پکې د امریکا ګرين کارډ لرونکي او هغه افغانان چې خصوصي ويزه يې لرله وتلي وو. دغه خبره يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط کړې ده.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې جلينا پورټر تاييد کړې چې د جمعې په ورځ د کابل هوايي اډې څخه امريکايان وتلي خو دوی يې مالوموي چې څومره امريکايان، ګرين کارډ لرونکي او خصوصي ويزه لرونکي دوحې ته تللي دي.

خو پورټر ويلي، د کابل څخه د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته 36 امریکايان په الوتکو او ځمکنيو لارو د دغه هېواد څخه وتلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG