لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پوځ دعوه کړې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر کمانډر يې وژلی


د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په شمالي وزيرستان کې يې عمليات کړي او د لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان يو مهم ترهګر کمانډر يې وژلی دی.

پوځ ويلي ترهګر کمانډر صفي الله په میرعلي کې په عملياتو کې وژل شوی دی.

پوځ زياته کړې، صفي الله د غېر دولتي ادارې د څلورو کارکوونکو ښځو او اېف ډبليو او ادارې د انجينيرانو په وژنه کې ککړ وو.

د روان کال په 21 فرورۍ د شمالي وزیرستان په ميرعلي کې څلور تنه ښځې چې د سباون نومې غېر دولتي ادارې کار کوونکې وې په وسله وال بريد کې وژل شوې وې.

په 23 فرورۍ د پاکستان پوځ ویلي وو د ښځو په وژنه کې ککړ حسن خان نومې تن په عملياتو کې وژل شوی دی.

پوځ ویلي صفي الله په امنيتي ځواکونو بریدونو، قلنګ اخستو او د تاوان دپاره تښتونو په پېښو کې هم ککړ وو.

ويل شوي پوځ په عملياتو کې په غټه کچه وسله هم ترلاسه کړې ده.

پاکستاني طالبانو تراوسه پورې د دغه پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د شمالي وزیرستان په ميرعلي کې د ترهګر کمانډر د وژلو دعوه په داسې حال کې شوې چې تيره اوونۍ په جنوبي وزيرستان کې په يو وسله وال بريد کې د پوځ اووه سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپي شوي وو.

د دغه بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

هم روانه مياشت په شمالي وزيرستان کې نور بريدونه شوي او پوځ د نورو ترهګرو د وژلو دعوې هم کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG