لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بره دير: د ځمکې د شخړې په سر نښته کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي


بره دير

د خېبرپښتونخوا په بره دير ضلع کې د ځمکې په سر د شخړې د هوارولو دپاره په جوړه جرګه کې ډزې شوي، لږ تر لږه نهه تنه پکې وژل شوي او څو نور پکې ژوبل شوي دي.

ياده پېښه د بره دير د براول تاڼې په علاقه کې نن د ګل/دوشنبې په ورځ (20 ستمبر) رامنځته شوې ده.

د براول تاڼې محرر بعيد وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې د دوه فريقېنو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه روانه وه او د هغې د هواري دپاره نن جرګه راجوړه شوې خو په دغه مهال بيا د فريقېنو ترمنځ ډزې شوي دي.

نوموړی وويل په پېښه کې اته تنه وژل شوي او د نهه پورې پکې نور ژوبل شوي دي.

خو د بره دير د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 د مشر شاه ولي وي او اې ډيوه ته په پېښه کې د نهه کسانو وژنه تاييد کړه.

هغه وویل په ژوبلو کې يې پينځه تنه په داسې حال کې روغتونونو ته منتقل کړي چې روغتيايي حالت يې سخت دی، هغه وویل زیات کسان په سرونو په ډزو لګېدلي دي.

په 16 ستمبر په کوز دير کې د يوې جنازې وروسته د دوه فريقېنو ترمنځ نښته شوې وه او اته کسان پکې وژل شوي او اووه نور پکې ژوبل شوي وو.

ياده پېښه هم د چارواکو په وېنا د ځمکې د شخړې په سر د دوه فريقېنو ترمنځ شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG