لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ دطالبانو په ژمنو باوري دی خو څېړونکي ورته په کوم نظر ګوري؟


دپاکستان دپوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي دطالبانو په دې وینا دشک هیڅ وجه نشته چې وایي دافغانستان خاوره به دبل چا په ضد کارول کیدو ته نه پریږدي خو څېړونکي په دې نظر دي چې دطالبانو دخبرو نه زیات به دهغوئ عمل ته کتل پکار وي.

دپاکستان دپوځ وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د تېر اګست د مياشتې په 15 نېټه طالبانو کابل نېولی چې ورسره سم د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي ضلعو کې دلا قانونه تحریک طالبان پاکستان بریدونه زيات شوي دي.

دافغان چارو شنونکی او وتلی پاکستانی صحافي احمد رشید دپاکستان دپوځ د وياند مېجر جنرل بابر افتخار دې څرګندونو ته پخپل غبرګون کې وایي "زما په اند د طالبانو په خبرو باور کول يوه مشکله خبره ده"

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "مونږ وليدل چې کله طالبان د کابل د تير حکومت پرضد جګړه کې بوخت وؤ نو هم یې پاکستاني طالبان هلته پریښي وؤ او ګني هسې خو د افغان طالبانو مشران زمونږ سره په کوټه او پېښور کې اوسیدل خو هغه وخت هم طالبانو د ټي ټي پي دفعالیتونو ودرولو لپاره ګامونه نه وؤ اخستي، بلکې دا مې هم اورېدلي دي چې کله دا اوس طالبانو په کابل يرغل وکړو او په برياليتوب سره یې حکومت واخستو نو دې کې هم ورسره د ټي ټي پي جنګيالي برخه وال او شريک وؤ"

احمد رشید وايي اوس به مونږ له په دې اړه د افغان طالبانو عمل ته کتل وي او د هغوئ په تشو خبرو باور نه شي کېدای.

ددې پوښتنې جواب کې که افغان طالبان د ټي ټي پي په مخې نيولو کې ناکام شي نو بیا پاکستان سره څه لار ده ؟ نوموړي وويل، پاکستان له به په غور سره فکر پکار وي چې څه وکړي؟

"زما په خيال پاکستان ته معلومه ده چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پټېدو ځايونه چرته دي؟هلته د هغوئ استوګنې چرته دي"

نوموړی وایي طالبانو ته به په سختۍ سره ویل پکار وي که تاسو د دوئ(پاکستاني طالبانو) څه غم نه شئ کولی نو بیا مونږ په هغوئ افغانستان کې دننه بمباري، حملې او نور هم ډېر څه کولې شو"

دی وايي طالبانو تر اوسه په خپلو خبرو عمل نه دی کړی کومه خبره چې کوي په هغې عمل نه کېږي.

د دفاعي چارو کارپوهه برېګېډیر ریټايرډ سید نذیر وايي طالبانو چې د پاکستان سره کومې وعدې کړي او ضمانتونه یې ورکړي نو په دې اړه د پوځ د وېاند دا خبره سمه ده چې هغوئ څه وايي په هغې د پوځ او حکومت باور دی چې طالبان به داسې ګامونه پورته کړي د افغانستان زمکه به د بل چا خلاف نه استعماليږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وايي تر څو چې دموجوده حالاتو تعلق دی او دا حملې چې کومې کېږي نو ددې لامل دادی چې د طالبانو حکومت لا پوره نه دی غځېدلی او په سرحداتو د هغوئ عملداري لا په بشپړ ډول نه ده قایمه شوې.

دهغه په وینا په افغانستان کې د ترهګرو شبکو لپاره دا خبرې روانې دي چې هغوئ لپاره به کومه لاره خپلول کیږي؟

نوموړی وایي "طالبان د پاکستان سره په همکارۍ کې دي او همکاري دا ده چي څو ته به عامه عفوه ورکړی کېږي، څه کېدای شي ګډوال جوړ شي، او څه به کېدای شي چې جنګېږي، دغه درې لارې دي"

ښاغلی سید نزیر وایي "په پاکستان طالبانو کې چې څوک تسلیم شي هغه به پاکستان ته راشي بيا د هغوى لپاره څه طريقه کار جوړېږي، ایا هغوئ به په ضمانت کې وي، څه موده به دبحالۍ مرکزونو کې وي او چې کله ټولنيز بهير ته راشي نو بیا به یې خوشې کوي. يا به پرې نظر ساتل کېږي او بله خبره دا ده چې کوم په افغانستان کې پاتې شي نو هغه به بیا د طالبانو ذمه واري وي"

نوموړی زیاتوي د پولو د انتظام نوی طريقه کار هم لا نه دی پځائ شوی چي کوم زوړ طريقه کار دی لا په هغې عمل کیږي.

هغه وايي ترڅو چې حالات په بشپړ ډول باثباته شوي نه وي نو پاکستان کې به د ترهګرو حملې لا نورې زېاتېږي.

ښاغلي سېد نذير وايي ترڅو پورې چې د افغانستان دننه د پاکستاني طالبانو او نورو تندلارو ډلو د سرنوشت په هکله څه غوڅه پرېکړه نه وي شوي چې ایا له دوئ وسله اخستل کېږي، پاکستان ته سپارل کېږي، که هلته کېمپونو کې اچول کېږي نو په دې اړه د پاکستان سره کومه لوظنامه حتمي شوې نه ده او چې دا ونه شي نو د ترهګرۍ پېښې به کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG