لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:قانون پوهان وایي محکمو کې دججانو کمی دسمدستي انصاف مخې ته خنډ دی


په خیبر پښتونخوا کې دقانوني چارو پوهان وايي چې په عدالتونو کې دججانو د کمي له امله يو شمېر قضيې د ځنډ ښکار دي او خلکو ته په سمدستي توګه انصاف نه ورکړل کیږي.

دوئ وايي د کېسونو په وخت نه فیصله کېدو سره په جيلونو کې بندي تنان د ضمانتونو نه کېدو له امله دستونزو سره مخ دي او د کومو تنانو چې ديواني مقدمې په عدالتونو کې روانې دي هغوئ ته هم مالي زيان رسي۔

بلخوا د پېښور هايي کورټ رجسټرار په وروستيو کې ميډيا ته ويلي وؤ چې په عدالتونو کې دججانو دکمي پوره کولو لپاره حکومت ته خواست شوی دی۔

د پېښور هايي کورټ نه دترلاسه شويو شمېرو ترمخه دا وخت د صوبې په عدالتونو کې 596 څوکو باندې 470 ججان کار کوي او 126 څوکۍ تشې پرتې دي۔

د پېښور هايي کورټ اېډوکېټ عامر چمکني وي او ای ډيوه ته وويل که يو خوا په کیسونو کې د ګواهانو او د وکيلانو په وخت دنه حاضریدو له امله مقدمې د ځنډ ښکار وي نو بل علت يې په عدالتونو کې دابادۍ تناسب سره د ججانو کمی هم دی۔

"که زمونږ دججانو صیبانو په تعداد کې اضافه وه نو په عدالتونو باندې به بوج کم ؤ او د هر يو کیس به په ښه طريقې سره پېروي کېدله،

هغه وایي "په هر کېس کې به ګواهان راتلل او د هر يو کیس د اوریدو نوبت به هم راتللو خو چونکې زمونږه د ججانو شمېر کم دی نو د هغې وجې نه هم کیسونه دځنډ ښکار شي، بيا که تاسو زمونږه ماتحت عدالتونو ته وګورئ نو دومره ججان نه دي څومره چې په هغوي د کار بوج سېوا دی"

پېښور هايي کورټ نه دترلاسه شويو شمېرو ترمخه د پېښور سترې محکمې کې د شلو ججانو پر ځائ 14 ججان کار کوي او په شپږو څوکو لا قاضيان نه دي بهرتي کړل شوي۔

شمېرې ښايي چې د صوبې په کچه دايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن ججز 29 او د سول ججانو 97 څوکۍ لا هم تشې پرتې دي۔

د انګريزۍ ژبې دي نيوز اخبار د يو رپورټ ترمخه د خيبر پښتونخوا په ماتحت عدالتونو کې دا وخت د ديواني او فوجداري مقدمو 2 لکه او څه د پاسه 42 زره مقدمې د ځنډ ښکار دي۔

رپورټ زياتوي چې د ځنډ ښکار قضيو په نوملړ کې پېښور په ړومبي نمبر دی او 47 د ديواني او فوجداري عدالتونو کې 36،648 مقدمې د ځنډ ښکار دي۔

وايس اف امريکا ډيوه نيوز سره دخبرو په مهال د پېښور هايي کورټ ایډوکیټ فاروق اپريدي وېنا وه چې څومره د قضيو فېصلی د ځنډ ښکار کېږي نو هغه هومره مالي زيان او بدني ستړیاؤ سره عام ولس مخامخ کېږي،

دی وايي په وخت انصاف ورکولو لپاره بايد په عدالتونو کې د ججانو کمی د ابادۍ دتناسب مطابق پوره کړل شي۔


" نو ددې خراب اثر دا وي چې کوم غريبو عوامو وکيلانو ته فيسونه هم ورکړي وي هغه د ډېر وخت له پاره کړېږي او د هغې وجې نه بيا د خلکو په عدالتي نظام اعتماد ختمېږي"

دنوموړي په وینا چې کله فېصلې د ځنډ ښکار شي نو ددې له وجې چې کوم خلک په جېلونو کې پراته وي هغه متاثره شي او د هغوئ دخاندان غړي هم متاثره شي، بيا څه مقدمات زمونږ داسې دي چې زمونږ بېنچونه کم دي لکه د هايي کورټ بېنچونه، نو بيا د کېس له پاره د لرې لرې ځايونو څخه خلک راځي او په يو يو تن په زرګونو روپۍ تاوان راځي"

بلخوا د پېښور هايي کورټ رجسټرار د روان کال اپريل په 24 مه يوې خبري غونډې ته ويلي وؤ چې په عدالتونو کې د ججانو د کمي پوره کولو لپاره حکومت ته خواست شوی دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG