لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران سره دپولو تړل کیدو په ضد دتفتان دبازارچې خلک په احتجاج بوخت دي


دپاکستان او ايران تر منځ دبلوچستان دتفتان بازارچې سيمې خلک ايران سره د دروازې د تړلو پر ضد په احتجاج بوخت دي.

دبازارچې سيمې اوسېدونکي وايي چې ايران سره پر پوله له دغې دروازې څخه دوئ قانوني کاروبار کوي چې اوس د ګمرک د چارواکو له لوري له تيرو دوؤ مياشتو راهسې تړل شوې۔

د بازاچې د لېبر يونين په نامه دمزدورارانو دتنظيم له لوري د سه شنبې په ورځ د بازاچې دګمرک يا کسټم ددفتر مخې ته احتجاج وشو، او دمظاهرینو د ګمرک د چارواکو پرضد شعارونه ورکړل.

د احتجاج پر وخت د تيظيم مشر خدای نظر محمد حسني وويل چې د روانې میاشتې پر ۱۳مه نیټه په تفتان کې د احتجاج کولو پر وخت د چاغي له ضلعي چارواکو سره يې دمزاکرات شوي وو چې د چارواکو لخوا ورته له ايران سره د ټولو تړلو دروازو د بيا خلاصولون وعده شوې وې وه خو وايي چې د حکومت لخوا د بازارچې دروازه لا هم نه ده خلاصه شوې ۔

هغه وایي "دتفتان اسسټنټ کمشنر راغلی ؤ د مذاکراتو لپاره، او موږ دې نتيجې ته ورسېدو چې بازارچه، رهداري ، زيرو پواينټ ګېټ او پاسپورټ ګېټ ټول به خلاصېږې، مګر د دوئ له وعدې سره سم پرون د زيرو پواينټ دروازه خلاصه شوه، له هغې وروسته د بازارچې دروازه له ايراني لوري څخه خلاصه شوه، خو زموږ د کسټم چارواکي دا دروازه نه خلاصوي، موږ ټول قانوني دستاويزات ورکړې دي، زموږ دغه احتجاجي پرلت ددې په اړه دی"

د ايران او پاکستان ترمنځ قابو نهه سوه لس کلو میټره اوږده پوله ده ، او دغه پوله د پاکستان د بلوچستان ايالت او د ايران له لوري د سيستان بلوچستان ايالت تر مینځ ده۔

د ځايي خبريال اصف بلوچ په خبره پر دغه پوله د دواړو ملکونو تر ميان پر څلور ځايه په وړه او لويه کچه قانوني او نا قانونه کاروبار کېږي۔

دی وايي چې د کرونا ناروغۍ له راتګ سره ټولې لارې تړل شوې وې چې وخت ناوخته پکې د څه مودې لپاره ځينې دورازې خلاصې او بيا بيرته وتړل شي ، چې له امله يې ځايي اوسیدونکو او کاروبارايانو ته ستونزې جوړې شوې دي،

ډيوه سره خبرو کې محمد اصف وویل په څلورو لارو کې درې لارې تړل شوي او يوه لاره تيره ورځ د چارواکو له لوري خلاصه کړل شوې ده۔

"يو پواينټ چې زيرو پواينټ ګېټ دی هغه خلاص دی،نور درې پواينټس بند دي، بازارچه ، راهداري ګېټ چې ايمېګرېشن ګېټ ورته ويل کېږي د کوم له لارې چې د پياده خلکو تګ راتګ او ټرانزټ ټرېډ کېږي، له هغه ځايه څخه ټرانزټ ټرید خو کېږي هغۀ هم د ايراني ټرانسپورټ له لارې، هلته پر پاکستانيانو د تګ بنديز دی، پر زيارت کوونکو، او تجارت کوونکو هم بنديز دی، يوازي پاکستان ډرايورانو باندې پابندي نشته او هغه هم ډیر په محدوده پيمانه باندې"

له ايران سره د سرحدي دروازو د تړلو او په تفتان کې د احتجاج په باب د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو د تېرې دوشنبې په ماښام د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ ته دوينا پر مهال ویلي وؤ، يادې دروازې دوئ نه،بلکې د ايرانې حکومت له لوري تړل شوې دي.

د ضيا لانګو په خبره په دې اړه يې د پاکستان له مرکزي حکومت او ايراني چارواکو سره خبري روانې دي ۔

هغه ویلي وؤ پر سرحد يو د بي بي نمبر ۷۲ په نامه دروازه ده چې د لارويو د تګ راتګ لپاره خلاصه ده او خلک پر ځي او راځي ، خو د کرونا ناروغي له وجې خلکو ته نوې ويزې نه ورکول کېږې۔

هغه زياته کړې وه چې يوه بله دروازه د ګېټ نمبر ۷۳ اې په نامه ده وايي دهغې لپاره يې د تفتان مرستيال کمشنرله ايراني چارواکو سره ناستې کړې، او هغوئ ته يې د حکومت له طرفه په ليکلې بڼه خواست کړی چې ايران دې له خپل لوري دغه بندې دروازې خلاصې کړي تر څو د پاکستان خلک بيرته خپل کاروبار شروع کړي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG