لاس رسیدونکی لینک

 
بايډن: امریکا پرمختيايي هېوادونو ته د کرونا نور 50 کروړه ويکسين ورکوي
تازه خبر

بايډن: امریکا پرمختيايي هېوادونو ته د کرونا نور 50 کروړه ويکسين ورکوي


د امریکې صدر جوبايډن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (22ستمبر) اعلان کړی چې د کرونا ضد نور 50 کروړه ويکسين اخلي او په راتلونکي کال کې به يې په پرمختيايي هيوادونو ويشي.

صدر بايډن د نړيوالې وبا په موضوع راجوړې غونډې ته ویلي، امريکايانو ته چې کوم يو ډوز لګول شوی امریکا يې نړۍ ته درې ډوزه ورکوي.

هغه ويلي، ژمنه کوي چې امریکا به د ويکسينو ذخيره جوړه شي څنګه چې په دوېم نړیوال جنګ کې د جمهوریت دپاره جوړه شوې وه.

نوموړي د نهې/ سه شنبې په ورځ په انلاين يا ورچويل بڼه د جنوبي افريقې، انډونيشيا، کېنېډا، برتانيې او يورپي يونين او د صحت د نړیوالې ادارې ټېډرو ګېبرس سره ليدلي دي.

د نهې په ورځ ملګرو ملتونو ته په وېنا کې بايډن ويلي امريکې په 100 هېوادونو کې 160 ملينه ويکسين وېشلي کوم چې د نورو ټولو هېوادونو د شمېرې څخه زيات دي.

له دې وړاندې امریکې اعلان کړی وو چې د راتلونکي کال د جون د میاشتې پورې به د کرونا ضد فايزر او بايو اېن ټېک ويکسين اخلي او په پرمختيايي هيوادونو به يې ويشي. او د پروني اعلان سره به د ويکسينو شمېره یو ارب ته ورسي.

جوبايډن د صحت د نړیوالې ادارې د ويکسينو د هدف يادګېرنه کړې او د راتلونکي کال پورې يې لږ تر لږه 70فيصده ابادۍ ته په ويکسينو لګولو ټينګار کړی دی.

د صحت نړيوالې ادارې په شتمن هېوادونو زور راوړی چې په دغه لړ کې مخې ته راشي او د وبا قابو کولو په لړ کې د ويکسينو په اړینو ګامونو کې مرسته وکړي.

د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټېټدرو ګېبرس د جون په مياشت کې ویلي وو د دغه هدف دپاره د ويکسينو 11اربه ډوزه پکار دي.

ځينې نړيوالو مشرانو او تنظيمونو په پرمختيايي نړۍ کې د ويکسينو په قلاره وېش باندې نيوکې هم کړي.

دوی شکايت کړی چې یواځې د امریکې لخوا دغه ويکسين ورکول پوره نه دي او په ځانګړي ډول ويل شوي چې کله امریکايانو ته بوسټر شاټس يا ډوز لګول کیږي او د نړۍ په غريبو ملکونو کې چې خلک ضرورت لري د ويکسينو يو خوراک هم نه دی ورکړی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG