لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له کابل نيولو وروسته دطالبانو مخي ته پراته خندان څه دي؟


څيړونکي وايي دافغان طالبانو واک کې راتلو سره سم دوؽ د ګڼ شمېر ننګونوسره مخ دي٠

څېړونکي په دې نظر دي که يو خوا دداعش وسله وال تنظيم دبريدونو لړۍ چټک شوې ده نو بلخوا دطالبانو لخوا دسخت دريځۍ نه تېريدل او يا په دې کې نرمۍ راوستو سره د دوٸ جنګيالي د نورو وسله والو ډلو ليکو ته ورننوتلى شي۔

کارپوهان وايي که افغانستان کې دافغان طالبانو دمخالفو جنګيالو په وخت مخه ونه نيول شوه نو دلته د ځانمرګي بريدونواو بمي چادونو يوه نوې لړۍ پېل کيدى شي ـ

د څېړونکو په اند دافغانستان نه د امريکايي فوځ وتلو او په پينځلسم اګست د طالبانو لخوا د کابل نيولو وروسته طالبان د نړۍ سره د اړيکو، کورنيو ستونزو او د داعش لخوا د بريدونو سېوا کيدو خطر سره مخ دي۔

په 26 اګست چې د کابل د هوايي اډې څخه امریکايي ځواکونه دخلکو د ويستلو په عمل بوخت وٶ داعش په هوايي اډه ځانمرګی بريد کړی ٶ چې د 13 امریکايي سرتيرو په ګډون پکې 169 کسان وژل شوي وو.

ددې ترڅنګ په کابل ، ننګرهار او دپاکستان يو شمير سيمو کې هم داعش په نزدي ورځو کې د ګڼو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده،

د پېښور پوهنتون دجرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف ډيوه ته وايي داعش د افغان طالبانو په ضد د کابل له نيولو روسته عمليات چټک کړي او دا به د افغانو او د سيمې هېوادونو د پاره ستر چېلنج وي۔

آمریکايي پوځي چارواکي ګڼي چې په افغانستان کې داعش د 2000 پورې سخت دريځه جنګيالي لري خو ځينې بهرنۍ استخباراتي ادارې خيال کوي چې دا شمېرې به دې نه هم سېوا وي.

د امریکا او د لويديځ د ترهګرۍ ضد چارواکو خبرداری ورکړی چې داعش خراسان په افغانستان کې خپل فعاليتونه دوامداره ساتلي او توان لري چې په ښارونو کې د کابل په رنګ بریدونه وکړي.

څيړونکى او د جرنلزم دڅانګې استاذ عمران بنګش وايي که افغان طالبان په سمدستي توګه داعش ډله قابو نه کړي نو ښکاري چې د تېر په څېر افغانستان کې بيا بمي چاودنې او ځان مرګي بريدونه سېوا شي۔

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يوې خبرې غونډي ته خپلې يوې وروستۍ وينا کې ويلي چې داعش ورته کومه خطره نه ده.

هغه ويلي، تاسو به په خپله ووينئ دا به وروستی برید وي چې کړی يې دی له دې وروسته به دوی د دې جوګه نه وي چې په راتلونکې کې يې هم وکړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG