لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که افغانستان يوازې پرېښودل شو ترهګري به زياته شي،معيد يوسف


Moeed Yusuf NSA Pakistan Moeed Yuosaf
Moeed Yusuf NSA Pakistan Moeed Yuosaf

پاکستان ویلې که چرې افغانستان یوازې پریښودل شو نو ترهګري به زیاته شي ـ

د اګست په ۱۵مه نیټه د کابل واک ترلاسه کولو ورسته پاکستان هڅې کوي چې نړیواله ټولنه افغانستان سره اړىکه کې پاتې کيدو ته قانع کړي ـ

په اسلام اباد کې د پاکستان فیوچر ډايرکشن په موضوع راجوې شوې غونډې ته خپله وینا کې د قامي سلامتیا د پاره د وزیراعظم سلاکار معید یوسف یو ځل بیا پر نړې د بحران د مخ نیوي د پاره افغانستان سره د رابطو غږ کړى او ویلې يې دي که چرې افغانستان یوازې پریښودى شو نو ترهګري به زیاته شي-

د پاکستانې مشرانو له اړخه د دې څخه وړاندې هم څو ځله دافغانستان د مرستو غوښتنې مخې ته راغلې دي او وايي چې نړۍ بايد ومني چې افغانستان کې رامنځته شوى بدلون یو حقیقت دى ـ

څیړونکي او حکومتي مخالفین دریځ لري چې پاکستان ته پکار دي چې هغه ذمه وارۍ په سر وانه خلي چې په راتلونکي کې يې نه شي تر سره کولى ترڅو له دې امله د ستونزو سره مخ نه شي-

په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې د مسلم لیګ نواز ډلې مشرې مریم نواز وویل افغانستان یو خپلواکه هیواد دى ـ

هغې وويل دګاونډې هیواد په توګه د پاکستان ذمه واري ده چې دافغانستان بیا ودانۍ کې مرسته وکړي، خو د خپلو شخصې ګټو د پاره د افغانستان سیاسي او کورنيو چارو کې څوک د لاس وهنې څه حق نه لري-

د نړیوالو چارو پوهه ډاکټر حسن عسکري وايي" مونږ ته پکار ده چې د افغانستان په اړه د نړۍ په څېر دغه اصولي دریځ خپل کړو او نور مخ ته ولاړ نه شو هله که چرې دغه مقصد تر لاسه نه شو"

پاکستان د افغانستان د حالاتو په اړه دطالبانو دحکومت مشرانو سره هم په رابطه کې دى ـ

د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت تر مخه د پاکستان، روس او چین ځانګړو استازو د کابل د دوه ورځني سفر په مهال د افغانستان د نوي وزیراعظم محمد حسن اخوند او دحکومت د نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي -

په نړیواله کچه په اسلام اباد نیوکې کیږي چې د یوې داسې ډلې وکالت کوي چې هغه خپله د نړۍ په نظر کې یوه ترهګره ډله ده-

د نړیوالو مطبوعاتو د راپورونو تر مخه د طالبانو حکومت ځکه هم ډیر هیوادونه جائز نه ګڼي چې دا یوه وسله واله ډله ده او په زور یې کابل قبضه کړى دى-

خو د پاکستان وینا ده چې د ګاونډي هیواد په توګه د افغانستان سره د مرستې او دغلته دسولې هیله من دى

پاکستان وايي د طالبانو دحکومت په رسميت منلو ته يې څه تلوار نشته -

جنګ ځپلى هیواد اففانستان د کلونو راهسې د بهرنيو هیوادونو پر مرستو تکيه لري او په داسې حال کې چې د اکثره هیوادونو له اړخه د کابل مالي مرستې ودرول شوي دطلبانو نوى حکومت د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى-

نړیواله ورولي ، افغانانو ته مرستو ورکولو دپاره د یو هراړخيز حکومت دجوړښت او د ترهګرو ډلو په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي-

طالب مشرانو که څه هم د داعش او افغانستان کې دموجودو نورو ترهګرو ډلو په ضد د عملیاتو ژمنې کړي خو څېړونکي پوښتنې راولاړوي چې هغه ډله چې خپله د ترهګرۍ په پیښو کې ککړه وه ایا ممکنه به وي چې نورې ترهګرې ډلې د دغه رنګه عملیاتو څخه وګرځوي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG