لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي او بلينکن د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث کړی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د امريکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن سره په دوه اړخيزه اړیکو او د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

انتوني بلينکن د دغه ليدنې په اړه په ټويټر ویلي،

"د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر سره مې ليدلي په دوه اړخيزه مرستو او د افغانستان د راتلونکي په اړه مو خبرې کړي دي".

د پاکستان د بهرنيو چاور وزارت په 23 ستمبر ویلي دغه ليدنه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې شوې ده.

ويل شوي د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې ټولشموله سياسي جوړ جاړي ته ژمن دی. هغه زور ورکړی چې يواځې باثباته او ټولشموله حکومت په افغانستان کې لاس ته راوړنې سمبالولی شي کومې چې د کال 2001 نه وروسته شوي دي او د دې وړتيا به ولري چې د افغانستان خاوره به بيا ترهګر ونه کاروي.

قرېشي ویلي، په افغانستان کې نوی سياسي حقيقت مخې ته راغلی او طالبانو له پکار ده چې خپلې کړې ژمنې پوره کړي، د نړيوالې ټولنې اخلاقي زمه واري ده چې د افغانانو بشری مرستې وکړي.

هغه هيله څرګنده کړې چې نړۍ به بيا هغه غلطي ونه کړي چې افغانستان يواځې پرېږدي.

شاه محمود قرېشي ویلي، د پاکستان او امریکا نزدې اړيکې تل د يو بل په ګټه او د سویلي اسيا د ثبات سبب جوړې شوي دي. هغه په دې خواهش هم زور راوړی چې باکستان د امریکا سره د برابرۍ په بنياد اړيکې غواړي چې پکې کاروبار، پانګونې، توانايي او د سيمې رابطې شامل وي.

د بهرنيو چارو وزارت ویلي، انتوني بلينکن د پاکستان ستاينه کړې چې د افغانستان څخه يې د امریکايي او نورو وګړو په ويستو کې مرسته کړې او د سيمې د سولې دپاره هڅې دومداره ساتي.

ویل شوي قرېشي د امریکا د بهرنيو چارو وزير سره په خبرو کې د هند د واک لاندې کشمیر کې د بشري حقونو د سرغړونو کېدو ويلي او زیاته کړې يې ده ضروري ده چې د سویلي اسيا د امن دپاره د کشمیر شخړه هواره کړی شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر په لومړي ځل د امريکايي سیال سره مخامخ ليدلي دي.

دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې طالبانو په 15 اګست کابل نيولی او بيا يې په اووم ستمبر لنډ مهاله کابینه اعلان کړې وه او وروسته یې په کابينه کې د نورو غړو شاملولو ويلي دي.

پاکستان تل دغه دریځ وړاندې کړی چې په افغانستان کې دې ټولشموله حکومت جوړ شي.

او نړيوال غوښتنه کوي چې په افغانستان کې دې په ځانګړي ډول د ښځو او لږکيو حقونه خوندي وساتل شي او جينکو ته دې د تعليم اسانتياوې برابر کړی شي.

تراوسه پورې د نړۍ یو ملک هم د طالبانو واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG