لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکې اؤ پاکستان دخارجه وزیرانو لیدنه،څېړونکي یې څومره مهمه بولي؟


څيړونکي د امريکا نيويارک ښار کې د پاکستان او دامريکا د خارجه وزيرانو ملاقات ډير مهم بولي او وايي که دواړه هيوادونه وغواړي نو افغانستان کې دامن شريک مقصد ترلاسه کولو لپاره د يو بل سره مرستې کولى شي.

په عین حال کې دپاکستان وزیراعظم وزير اعظم عمران خان وایي دافغانستان او دسیمې د امن لپاره طالبان او امريکا په ګډه کار کولى شي.

خارجه وزير شاه محمود قريشي تکرار کړې چې پاکستان امريکا سره تجارت ،توانايۍ او سرمايه کارۍ کې په همکارۍ د اډاڼه ګډو اړيکو خواهش لري.

خارجه وزير په ټویټر لیکلي چې خپل امريکایي سیال انتهوني بلنکن سره ملاقات کې هغه په دې خبره ټينګار کړی چې د افغان شخړې کوم پوځي هواری نيشته او دا چې افغانستان کىې دټول شموله حکومت جوړښت لپاره به پاکستان خپلې هڅې دوامده ساتي.

نوموړي زياته کړې د نړيوالې ورورلۍ مسولیت جوړیږي چې په دې سخت وخت کې افغان ولس ېوازې پرې نه ږدي او ورسره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د امريکې د خارجه وزير انتهوني بلنکن تر مخه خپل پاکستاني هم منصب سره ملاقات کي یې د دوه اړخيزه چارو او د افغانستان د راتلونکي په هکله خبرې اترې شوې دي.

تر دې وړاندې دواړه خارجه وزيرانو څو وارې د ټيلفون په ليکه خبرې اترې کړې دي خو دا لومړى ځل دی چې د انتهوني بلنکن او قريشي ترمنځ نيغ په نيغه لېدنه شوې ده.

د امريکا نيو يارک ښار کې شوي دغه ملاقات کې د امریکا دتیرې ډونلډ ټرمپ انتظاميي لخوا د افغانستان لپاره ټاکل شوي د امريکا ځانګړي استازى زلمي خليل زاد هم برخه لرله .

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د هڅو باوجود لا تر دې دمه چا هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی او امريکا په پاکستان غږ کړى چې د نړيوالې ورورولۍ انديښنو لرې کيدو پورې باید پاکستان هم د افغان طالبانو حکومت تسليم نه کړي.

دپاکستان پخوانى سفارتکار اياز وزير په موجوده حالاتو کې د امريکا او پاکستان د خارجه وزيرانو ترمنځ ملاقات ډپر مهم بولي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل انتهوني بلنکن به د افغانستان په اړه د امريکا خواهشونه څرګند کړې وي او قريشي به د پاکستان د تحفظاتو نه خبر کړى وي خو دواړه هيوادونه افغانستان کې ژور مفادات لري او که وغواړي نو د خپل شريک مقصد امن لپاره په ګډه هلې ځلې کولى شي او که داسي نه کيږي نو د افغانستان نه وروسته

بل اړخ ته د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي افغان طالبان د امن لپاره د امريکا سره مرستې کولى شي.

د امريکایي مجلې نيوز ويک سره مرکه کې وزير اعظم عمران خان ويلي افغان طالبانو د چين مرستې قبولې کړې دي او د منطقې د امن لپاره ممکنه ده چې امريکا او افغان طالبان هم په ګډه کار وکړي.

د دواړه هيوادونو دخارجه وزيرانو دملاقات او بيا د وزير اعظم عمران خان ددغه بيان په بابله د بهرنيو چارو ماهر ډاکټر اعجاز خټک وايي امريکا د افغانستان نه د وتلو باجود دغه هيواد کې کردار غواړي او پاکستان هم په دې پوهه دى خو بيا پاکستان لپاره لویه ستونزه دا هم ده چې ايران او چين هم رضا وساتي.

ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل په دې وروستیو کې هم د امريکې ځینو ذمه وارو چارواکو ويلي وؤ چې ګني امريکا او طالبان افغانستان کې د داعش په ضد په ګډه کاروايي کولى شي او د اعجاز خټک په خبره داسې ښکاري چې عمران خان هم دغه اړخ ته اشاره کوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG