لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اوس هم افغان کشالې ته له عسکري نظره ګوري،څېړونکي وایي


په پاکستان کې څېړونکو د وزير اعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته له وینا مخکې د هېواد د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مرکزي دفتر ته ورتګ او هلته د افغانستان په اړه د پوځي چارواکو دريځ ته غوږ نيول سخت غندلي.

څېړونکي وایي دعمران خان دا عمل ښايي چې پاکستان دافغانستان کشالې ته اوس هم په عسکري نظر ګوري.

د پاکستان د وزير اعظم دفتر ویلي، وزیر اعظم عمران خان، د هغه مرکزي وزيران او د بلوچستان او خېبر پښتونخوا اعلي وزيران د جمعې په ورځ د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مرکز ته ورغلي او ویل شوي چې قومي او پوځي مشرانو ته دملي امنیت او سيمې په اړه تفصيلي احوال ورکړی شوی چې تمرکز یې په افغانستان کې روان حالات وؤ.

د هېواد په سياسي او نړیوالو چارو نظر لرونکی څېړنکار ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وايي د عمران خان دا ورتګ ښي چې دلته د وزير اعظم حثیت څه دی؟

هغه وويل، باید چې د هېواد سیاسي چارواکو ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه احوال د سلامتیا مشير او د بهرنیو چارو وزارت ورکړی وی.

ډاکټر سرفراز خان وايي له دې دا برښي چې په پاکستان کې اصل اختيار د هېواد د پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشرانو سره دی.

هغه وايي په قانوني توګه د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر وزير اعظم ته دجواب ورکولو پابند دی او پرځائ ددې چې وزیر اعظم د ايي ایس ايي مرکز ته تللی وای باید چې پوځي مشران د وزير اعظم دفتر ته ورغلي وای.

ډاکټر سرفراز زیاتوي په دې دريځ کې وزن نشته چې ګواکې په ملک کې يو سياسي حکومت دی بلکې دا د حکومت مخالف سياسي ګوندونو هغه بیانيه تقويه کوي چې د پي ټى اي حکومت د انتخابي درغلو په په بنياد جوړ شوی او په خپلو پښو نه دی ولاړ او ځکه هغه قوتونو له وار په وار ورځي چا چې واک ته رسولی دی.

پاکستان کې په پوځ ځنې سياستمداران دا تنقيد هم کوى چې دوئ نه يوازې د هیواد کورنۍ چارې سمبال کړي بلکې د هېواد په بهرنې تګلاره کې هم پراخه کردار لوبوي.

خو پوځ بیا دا نیوکي ردوي اؤ وخت په وخت یې ویلي چې په سیاسي چارو کې هیڅ لاسوهنه نه کوي.

له دې مخکې چې کله طالبانو د اګسټ په 15مه کابل او د افغانستان نورې برخې ونيولې او کابينه یې نه وه اعلان کړې نو د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مشر جنرل فيض حميد د کابل سفر هم کړی ؤ او د هغه دغه سفر نه يوازې په پاکستان کې د ملت پاله سياسي ګوندونو غبرګون راپارولی ؤ بلکې افغان ولس او د طالبانو ځنې چارواکو هم په دې انتقاد کړی ؤ.

د پېښور پوهنتون د نړیواول اړيکو د چارو استاد ډاکټر خورشید خان ډيوه ته وویل د ايي ایس ايي د مشر پرځائ باید چې وزیر اعظم ته دا بريفنګ د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ورکړی وی.

دی وايي د افغانستان کشاله نظامي نه بلکې سياسي ده.

هغه وايي ددې مطلب دا دی چې د پاکستان چارواکي اوس هم د افغانستان لانجې ته په عسکري تناظر کې ګوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG