لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي یونین پاکستان ته دمراعاتو پسر دبشري حقونو په تړونونو دعمل شرط اېښی


د يورپي يونين سفيري ويلي په ځینو لوظنامو دپرمختګ باوجود دوئ پاکستان کې ماشومانو نه دجبري مشقت اخستو اؤ د تشدد پيښو کې په سیوا شوي زياتوالي اندېښنې لري.

د يورپي يونين پاکستان لپاره سفيرى اينډرولا کامينارا ويلي د يورپي يونين لخوا دجي ايس پي پلس تجارتي مراعاتو په اساس دپاکستان صادراتو کې ٢٠ فيصدي زياتوالى راغلى دى او که پاکستان راتلونکي نور لس کاله دغه مراعات غواړي نو ورته به د بشري حقونو دنړيوالو لوظنامو عملي کولو لپاره خپلى هڅې دوه چنده کول وي.

د يورپي يونين سفيري ويلي په ځینو لوظنامو دپرمختګ باوجود دوئ پاکستان کې ماشومانو نه دجبري مشقت اخستو اؤ د تشدد پيښو کې په سیوا شوي زياتوالي اندېښنې لري.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دحکومت لخوا د جعلي خبرونو د مخنيوي لپاره د نوې اټهارټۍ جوړولو د اعلان په ضد د بشري حقونو او د خبريالانو ملکي او نړيوال تنظيمونه سخت احتجاج کوي او دا پاکستان کى ميډيایي مارشل لا ګرځوي.

د يورپي هيوادونو سازمان يورپي يونين دتجارتي مراعاتو پروګرام جي ايس پي پلس نه دګته پورته کوونکو هيوادونو لپاره د بشرې حقونو سره دتړلو پينځوؤ نورو قانونو دمنظورۍ پرېکړه کړې ده.

اسلام اباد کى د يورپي يونين ددفتر ترمخه نوي قانونونه دماشومانو دجبري مشقت، انصاف ته لاس رسي او د ميډيا ازادۍ سره تړاو لري.

پاکستان د کال ٢٠١٤ راهسې دغه پروګرام نه ګټې پورته کوي چى ترمخه یې په سلګونو پاکستاني مصنوعات بغير د محصول يا ټيکس نه يورپي هيوادونو ته ليږل کیږي او ددغو تجارتي مراعاتو معياد ددسمبر مياشت کال ٢٠٢٣ کى پاٸ ته رسیدونکی دی.

پاکستان لپاره د يورپې يونين سفيري اېنډرولا کامينارو ويلي ددغه تجارتي مراعاتو له امله پاکستاني صادراتو کې ٢٠ فيصدي زياتوالى راغلى دى.

هغي ويلي که پاکستان غواړي چې کال ٢٠٢٤ نه د په ځاى کيدونکي نوي جي ايس پې پلس پروګرام برخه پاتې شي نو ورته به دبشري حقونو سره دتړلو ٢٧ نړيوالو تړونونو عملي کولو لپاره خپلې هلې ځلې دو چنده کول وي.

هغې زياته کړې که څه هم پاکستان کې په ځینو معاملو ت پرمختګ شوی دى خو دوئ پاکستان کې د ماشومانو نه دجبري مشقت اخستو اؤ دهغوئ په ضد دتشدد پيښو کې په اضافه اؤ دمیډیا په ځورولو اندېښنې لري.

د يورپي يونين دسفيرې بيان ته خپل غبرګون کې دپاکستان په کچه دخبريالانو دتنظيم پي ايف يو جی عمومي سيکتر ناصر زيدي وايي يورپې يونين او مهذبه نړۍ د پي ایم ډي په څېر غير جمهوري قانون نه شي زغملى.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل دوئ ډيره هیله خو نه لري چې دتحریک انصاف حکومت به د ميډيا په ضد ګامونه بيرته واخلي خو د ناصر زيدي په خبره بيا به هم دوئ د ميډيا د ازادى لپاره خپله مبارزه دوامداره ساتي.

بل اړخ ته د پاکستان مرکزي حکومت د ميډيا د ازادۍ دفاع پخلی کوي اؤ دتيرې جمعې په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په وخت وزير اعظم عمران خان تکرار کړې چې کومه ازادي دده حکومت مپډيا ته ورکړې ملکي تاريخ کې د هغى مثال نشته.

د روان کال داپريل مياشت کې د یورپي هيوادونو پارليمان د لږکیو په ضد تشدد پيښو کې داضافې او دمذهب دسپکاوي دقانون نه دناوړه ګټې اخستو پسر جي ايس پي پلس ته د بياکتنې قرارداد منظور کړى ؤ.

د پاکستان حکومت دمذهب د سپکاوي دقانون دفاع کوي او د يورپي يونين لخوا دغه قانون ته د بيا کتنې يا دې کې د بدلون غوښتنه یې رد کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG