لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کواډ وايي پراکسي ترهګرې ډلې نه مني او افغانستان کې به د ترهګرۍ مخه نیسي


د څلورو هېوادونو، امریکا، هند، اسټرالیا او جاپان، اېتلاف يا کواډ په یوه ګډه اعلاميه کې ويلي افغان خاوره به د نورو هېوادونو لپاره خطر او یا په هغوی د حملو لپاره، د ترهګرو د روزلو او یا پناه ورکولو او یا ترهګرو ته د مالي مرستو لپاره کارولو ته پرې نه ږدي.

په واشنګټن کې د جمعې په ورځ (24 ستمبر) د يادو هېوادونو د مشرانو د غونډې وروسته خپره شوې اعلامیه کې د پاکستان نامه اخستل شوې نه ده، خو د هند خارجه سېکتر هارش وردهن دوایټ هاوس نه بهر خبريالانو ته ويلي په غونډه کې يو واضحه احساس دا وو چې په افغانستان کې د پاکستان په کردار بايد نظر وساتل شي او د دې څارنه وشي.

د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ممکنه ترهګرو ډلو د وجود په اړه په سیمه کې تر ټولو لویه اندېښنه د هند ده. د دې يو علت دا دی چې د طالبانو په پخوانۍ دوره کې یو شمېر پاکستاني تندلارو ډلو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د حملو لپاره په افغانستان کې د روزنې کېمپونه لرل. په دغو کې په 1988 کې د امریکا په یو برید کې نزدې 21 پاکستاني تند لاري هم وژل شوي وو.

په 1999م کې په ظاهره پاکستاني تندلارو ډلو د هند يوه مسافري الوتکه هم د هند نه کندهار ته هايي جېک کړې وه. د الوتکې تښتوونکو د مسافرو او جهاز د خوشې کېدو په بدل کې د تندروه ډلې جېش محمد مشر مولانا مسعود اظهر او د وال سټريټ ژورنال امريکني خبریال ډېنیل پرل په وژنه ککړ عمر سعید شېخ د هند د قېد نه خوشې کړي وو


د افغانستان په اړه په خصوصي اعلان تګلاره کې ويل شوي بايد دغه خاوره د ترهه ګرۍ لپاره استعمال نه شي، د ترهه ګرۍ مرکز ونه ګرځي او بايد د پاکستان په کردار نظر وساتل شي.

دا نوی تړون په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه روانه ده خو د افغانستان په حواله په ټولو معاملاتو کې امريکا د پاکستان په ځای هند ته توجه ورکوي.

امريکا، هند، اسټرېليا او جاپان په افغانستان کې د ترهه ګرۍ ضد ګډه تګلاره اعلان کړې ده.

د څلورو هېوادونو نوې ټولنې په ګډه اعلاميه کې ويلي دوي به په افغانستان کې سفارتي، معاشي او د بشري حقونو په پاليسۍ د يو بل سره نزدې اړيکې جوړوي۔.

د دې ټولنې يعنې کواډ ليډرز سمټ لومړۍ غونډه په رسمي توګه شوې چې پکې د امريکې صدر جوبايډن، د هند وزيراعظم نريندرامودي، د اسټرېليا وزيراعظم سکاټ مورېسن او د جاپان وزيراعظم يشيدا سوګان ګډون کړی دی.

په ګډه اعلاميه کې ويل شوي دوی به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد تګلاره کې د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل 2005 او 93م د قرارداد د سېوري لاندې کار کوي. دا غونډه داګست په 30 د هند په مشرۍ کې شوې وه.

په دې قرارداد کې له افغانستانه غوښتل شوي وو چې دغه خاوره به د ترهه ګرۍ د مرکز په توګه نه کارول کېږي.

د څلورو واړو هېوادونو مشرانو ويلي ترهګري نفوذ نه مني او زور يې ورکړی چې د ترهګرو ډلو کومه مالي يا پوځي مرسته بايد ونه شي ځکه چې دا به بيا د پولې پورې بريدونو لپاره کارول کيږي، په خبره کې د پاکستان نوم نه دی اخستل شوی خو اشاره د افغانستان ګاونډي دغه هېواد ته شوې ده.

د کواډ د مشرانو دا غوښتنې او ملاقات په داسې حال کې شوی چې پاکستان په ښکاره توګه ويلي نړۍ بايد د افغانستان موجوده حکومت مضبوط او باثباته کړي.

د راپورونو ترمخه پاکستان بيا بيا دا ګيله کوي، چې امريکايي صدر تر دې دمه د پاکستان وزيراعظم ته نه کومه بلنه ورکړې او نه يې ورسره خبرې کړې دي او د يو ګاونډي هېواد په توګه د افغانستان له معاملاتو يې بهر ساتلی دی.

د دې ترڅنګ امريکايي چارواکي په پاکستان دا تور هم لګوي چې دوي د افغان طالبانو ملګري دي او هم د دې له امله پخواني امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ د پاکستان په پوځي امداد کې کمی اعلان کړی وو.

د پاکستان خارجه وزير هم تېره ورځ نيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې بايد په ملګرو ملتونو کې موجود د افغانستان استازی محمد اسحاقزی لرې کړی شي کوم چې په ښکاره ډول د افغانستان په ماملاتو کې لاسوهنه ده خو پاکستان په رسمي توګه دا نه ده منلې خو د ځيني هيوادونو او د پاکستان دننه ځيني سياسي فعالان ادعا کوي چې پاکستان اوس هم د افغانستان په معاملاتو کې پوره لاسوهنه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG