لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس ویلي، د طالبانو په رسميت د پېژندنې خبره لا د بحث لاندې نه ده


د روس د بهرنيو وزیر سرګی لاروف د خالي/ شنبې په ورځ (25 ستمبر) ويلي، "په نړیواله کچه د طالبانو په رسمیت په پېژندنه دا وخت د بحث لاندې نه ده يا دغه موضوع په مېز نه ده".

د روس د بهرنیو چارو وزير دغه خبره په داسې حال کې کړې چې طالبانو خپله لنډ مهاله کابينه اعلان کړې او نړيوال ترې غوښتنه کوي چې دوی دې ټولشموله حکومت جوړ کړي، د ښځو او بشري حقونو ته دې درناوی ولري او چې افغانستان بيا د ترهګرو خوندي ځاله جوړه نه شي.

سرګی لاروف ویلي، طالبان د لنډمهاله کابينې جوړولو په مهال په دې کې پاتې راغلي چې "د افغانستان د ټولنې د هرې طبقې، لساني او مذهبي او سياسي ډلو استازيتوب پکې وی، خو مونږ ورسره بيا هم په رابطه کې يو".

د روس د بهرنيو چارو وزير ویلی، روس، امریکا، چين او پاکستان په دې کار کوي چې طالبانو د اګست په میاشت کې کله افغانستان ونيولو او ژمنې يې کړې وې هغه ژمنې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګټرس ویلي طالبان يواځې هغه وخت په رسميت پېژندل کېدی شي چې نړۍ يې ومني.

سرګۍ لاروف ويلي، "د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې طالبان خپلې هغه وعدې وفا کړي کومې چې په دوی ښکاره منلي دي".

نوموړي د ایران سره د جوهري تړون په اړه هم خبره کړې او ويلي يې دي، او دا مهمه هڅه ده چې امریکا د ایران سره په جوهري تړون کې بيا شامل شي.

هغه ويلي امریکا چې د دغه تړون څخه وتلې، په ويانا کې د ايران، روس، چين، فرانس، برتانيې او جرمني د استازو ترمنځ خبرې نښتي دي او ايران په دغه تړون اوس عمل نه کوي.

د خالي په ورځ د هند وزيراعظم نړيندرا مودي هم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي وو دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان خاوره د نړيوالې ترهګرۍ دپاره ونه کاريږي، او هغه په نړيواله والو مشرانو غږ کړی چې په افغانستان کې د لږکیو او د ښځو او ماشومانو مرستې کړي.

نریندرا مودي ويلي، "مونږ له په دې خبره هم بېداره پاتې کېدل پکار دي چې يو ملک هم د افغانستان خاوره د خپلو ذاتي مقاصدو دپاره د وسیلي په توګه وکاروي".

مودي د پاکستان نوم نه دی اخستی خو اشاره یې پاکستان ته کړې ده. خو بل لور ته پاکستان په خپله تل دغه دریځ تکرار کړی چې طالبان دې خپلې ژمنې پوره کړي او خپله خاوره دې د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG