لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخپل وطن فلمي ستورې مینه وفا اوس دپاکستان يوه "غېر قانوني کډواله"


مينه وفا دافغانستان يوه نامتو سندرغاړې او د فلمي نړۍ روښانه څهره وه. خو اوس په پاکستان کې ورسره د اوسېدو ځای هم نشته او د پنجاب صوبې ښار پنډۍ کې ډېره په ګرانه ژوند تېروي.

په افغانستان کې د يو ډېر ښه ژوند تېرولو نه وروسته اوس په پاکستان کې د کډوالۍ په ژوند کې ددې دا حالات دي چې د پوليس له وېرې مرکې ورکولو څخه هم وېريږي.

دا مهال هغه نه پېسې لري او نه څه کار روزګار.

هغه دافغانستان نه پاکستان ته د راتګ او دخپل مالي حالت په اړه وي او ای ډيوه ته څه داسې وايي:

"زمونږ سره دومره پېسې وې چې د خپلې کورنۍ سره پرې تر پاکستان راورسېدم.دلته مونږ دخپلوانو کره اوسېدو. زه دخپلې کورنۍ سره راغلې يمه خو مونږ د ستونزو سره مخ يو. مونږ ته د پېسو ستونزې دي،د جامو ستونزې دي. ولې چې مونږ هلته په تېښته د دوؤ جوړو جامو سره راغلي يو. مونږ سره هيڅ نشته. نه د اغوستو د پارې جامې، نه پېسې، نه ښه کور او نه ښه ژوند"

مينه وفا دافغانستان دکابل ښار يوه وتلې هنرمنده وه خو چې کله طالبانو د کابل ښار واک تر لاسه کړو نو هغه د چمن د لارې پاکستان ته راغله.

هغه وايي چې مخکې به هم راته ګواښونه او دړکې کېدلې خو بيا هم ما هلته ژوند کوؤ، خو چې کله طالبان راغلل نو مونږ سره د خپل ژوند د تحفظ وېره پېدا شوه، او په دې مجبوره شومه چې خپل وطن پرېږدم .

"چې کله طالبان راغلل نو مونږ سره دا وېره وه چې طالبان به مونږ مړه کړي. ولې هغوي چې څه وايي هغه نه کوي. هغوئ هلته سندرغاړي نه پرېږدي. نه سندرغاړي ، نه ماډل او نه نور فنکاران"

مینه وفا وایي "دخپل ژوند د خطر له وېرې مونږ دلته راغلي يو. او چې کله زه هلته هم ومه نو ماته به دړکې راکول کېدې ولې چې زه ودونو ته نه ځمه. ما به دا هر څه خاطر کې نه راوستل او سوچ به مې کوؤ چې څه هم وي دا زما وطن دی او زه به دلته اوسېږمه. خو چې کله طالبان راغلل نو زما ژوند اوس هلته نه شي تېرېدی. بلکې د يو هم هنرمند ژوند اوس هلته نه شي تېرېدی"

نوموړې وايي چې دې په کابل ښار کې داسې ژوند کولو چې ورته هيڅ ستونزې نه وې، ټوله کورنۍ يې هلته ډېره خوشاله وه او ښه کار روزګار يې روان و.

هغه دا هم وايي چې د خپل هېواد سره يې ډېره مينه وه او نه يې غوښتل چې خپل هېواد پرېږدي خو هلته د طالبانو له خوا د ژوند د خطر سره مخ وه ځکه په دې مجبوره شوه چې خپل وطن پرېږدي.

"زما ژوند د يو خوب پشان و. زما په هغه ژوند کې ډېر ښه څيزونه وؤ.او زه ډېره خوشاله ومه. زما کورنۍ هم ډېره خوشاله وه. ماته به دومره کار په لاس راتلو چې ما پرې خپل کور ساتلی شو"

هغه وایي" ښه ژوند او زما خپل وطن ؤ. اوس چې کله راهسې د افغانستان نه پاکستان ته راغلې يمه زمونږ سکون نشته. زمونږ د شپې خوب تښتېدلی دی. د پرېشانو له کبله د ذهني ناروغۍ سره مخ يمه"

مينه وفا په هغه زرګونو هنرمندانو کې شامله ده چې د طالبانو واک کې له راتلو وروسته يې وطن پرېښودو او نورو هېوادونو ته لاړل. دا وايي چې د دې نور همکاران امريکه، قطر او جرمني ته لاړل او دا دلته پاکستان کې يواځې پاتې شوه.

دپښتو ډرامو وتلی ستوری ارشد حسین وایي په نزدې وختونو کې دافغانستان دبیلابیلو برخو نه تر پنځوسو د زیاتو هنرمندانو کورنۍ پاکستان ته راغلي دي چې دلته دیو شمیر ستونزو سره لاس اؤ ګریوان دي.

وي او ای ډیوه ته ارشد حسین ویلي دهنرمندانو دغه کورنۍ د بې سر و سامانۍ په حالت کې له خپل هیواد څخه راوتلي اؤ دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې اوس په پټه میشت دي ځکه چې ډیر پکې داستوګنې قانوني اسناد نه لري.

هغه په پښتنو غږ کړی چې ددې بې وزله هنرمندانو له کورنیو سره مرستو ته راوړاندې شي

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG