لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور:محکمې دمذهب دسپکاوي په تور یوې میرمنې ته دتېزندۍ سزا اورولې ده


دپاکستان دپنجاب ایالت په سرښار لاهور کې یو ځایي عدالت دمذهب دسپکاوي مقدمه کې نیول شوې ښځې ته دتیزندۍ سزا اورولې ده.

دپاکستاني میډیا د رپورټونو له مخې د سلماتنویر په نوم ددې میرمنې په ضد کال ۲۰۱۳م کې دلاهور په نشتر کالونۍ تاڼه کې دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې وه.

رپورټونه وایي تیره ورځ دلاهور مرستیال ضلعي جج منصوراحمد قریشي ددغه قضیې اوریدنه کړې اؤ سلما تنویر نومې میرمنې ته یې دتیزندۍ دسزا ترڅنګ د ۵۰زرو روپو جرمانه هم اورولې ده.

په یاده میرمنه تور دی چې په کال ۲۰۱۳م کې یې دیو شخصي سکول دپرنسپلې توګه په ماشومانو څو کتابچې ویشلې وې چې هغې کې دمذهب دسپکاوي خبرې درج وې.

دلاهور دنشترټاؤن سیمې دیو جومات دملا په وینا بیا پولیسو هغه نیولې وه اؤ له تیرو اتوؤ کالو زندان کې پرته وه.

انډیپنډنټ اردو نومې ویب پاڼه پخپل رپورټ کې وایي چې محکمه کې د قضیې اوریدنې په مهال تورنې میرمنې دریځ خپل کړی ؤ چې هغه یوه مسلمانه ده اؤ په اسلامي تعلیماتو بشپړ باور لري خو کله چې یې دا عمل ترسره کولو نو هغه مهال د رواني یا ذهني ناروغۍ ښکار وه.

رپورټونه وایي محکمې دیادې میرمنې د ذهني ناروغۍ دحقیقت معلومولو په غرض یو طبي بورډ هم جوړ کړی ؤ چې دغه بورډ منلې وه سلما تنویر د شیزو فرینیا نومې ذهني ناروغۍ اخته ده.

پاکستان کې وخت په وخت دمذهب دسپکاوي په مقدمو کې محکمې تورنو کسانو ته دمرګ سزاګانې اوروي خو زیاتره وخت بیا لوړ عدالتونه دغه تورن کسان بېګناه ګرځوي اؤ له بنده یې خوشې کوي.

سږکال د اپریل میاشت کې هم دپنجاب فیصل اباد ښار کې د دوؤ ښځینه نرسانو په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې وه.

تر دې وړاندې هم په 30مه جنورۍ په کراچۍ کې پولیسو دیوې نرسې په شکایت دهغې د ملګري عیسایي مذهبې نرسې په ضد د مذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې وه.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په تور د وژنو خبرونه مخې ته راځي، او د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظميونه په دغه اړه څرګندونې هم کوي.

تیرکال د اګست په میاشت کې د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ويلي ؤ په پاکستان کې په خلکو د مذهب د سپکاوي تورونه تر خطرناک حده زیات شوي دي او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی او غوښتنه يې کړې وه چې د مذهب د سپکاوي قانون باید منسوخ کړل شي.

ایمنیسټي انټرنېشنل خپل بیان کې ویلي وؤ "د مذهب د سپکاوي دغه پراخ، مبهم او جبري قانون د مذهبي ازادۍ،‌ عقیدې او د اظهار د ازادۍ له حقونو سره په ټکر کې دی".

دایمنیسټي دبیان له مخې دا قانون د ماشومانو، ذهني معذوره، مذهبي اقلیتونو، غریبانو او د ټولنې د کمزورو خلکو په ضد کارول کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG