لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ بیعه په ریکارډ کچه لاندې تللې ده


دپاکستان په تاریخ کې دامریکایي ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ بیعه ترټولو لاندې کچې ته غورځېدلې ده اؤ پاکستاني میډیا وایي د نهې یا سه شنبې په ورځ یو ډالر دبینک دننه په ۱۷۰ روپۍ پلورل شوی دی.

همداشان په خلاص مارکیټ کې بیا د ډالر بیعه نوره هم ختلې اؤ په یو وخت کې یو ډالر په ۱۷۱ روپو اؤ پنځوس پیسو اخستل شوی اؤ په ۱۷۲ روبۍ اؤ شلو پیسو پلورل شوی دی.

داقتصادي چارو څېړونکي پرله پسې د پاکستاني روپۍ د ارزښت غورځېدو ستر علت دهیواد دتازه اکاونټ خساره کې زیاتوالی ښایي اؤ وایي چې د ډالر د نرخ ختلو سره به درامداي شیان نور هم ګران شي چې له امله دپاکستان دننه دګرانۍ یو نوی بهیر رامخې ته کیدای شي.

خو په پاکستان کې د روپو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د روپۍ د قدر کمېدو بنيادي علت د افغانستان حالات دي.

وي او اې ډیوه سره په دې وروستیو کې دخبرو په مهال هغه ویلي وؤ ، د کله نه چې طالبانو افغانستان نيولی او امریکې ورله اکاونټونه تړلي دي اوس د افغانستان بېنکونه بند دي او ټول انحصار يې په پاکستان دی.

هغه وويل په افغانستان کې په بېنکونو کې ډالرې نشته، د جولايۍ په میاشت کې د پاکستان د بهر څخه راغوښتونکو څيزونو بل پينځه نيم اربه ډالره وو هغه اوس شپږ نيمه اربه ډالرو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه د افغانستان د څيزونو طلب پاکستان پله راوړېدلی دی، نو يو علت خو يې دا دی.

هغه وويل بل علت يې په پاکستان کې د 40زرو روپو پرايز بانډ په ستمبر کې ختميږي نو خلک لګيا دي بانډونه په ډالرو کې بدلوي.

د ټريبيون ورځپاڼې د خبر ترمخه د پاکستان مرکزي بېنک د جون د میاشتې د نيمايۍ څخه د ستمبر پورې یو اعشاريه دوه بلينه ډالر انټر بېنک مارکیټ ته ورکړي چې د روپۍ غورځېدل ودروي خو دغه رقم هیڅ کار نه دی کړی.

دپاکستان اسټیټ بینک څو ورځې وړاندې دبهر نه د ګاډو راغوښتو دپاره دبینکونو له اړخه په پورونو ورکولو بندیز لګولی دی اؤ دګاډو دپاره د ورکړی کیدونکو پورونو دبېرته ستنولو تر ټولو زیاته موده یې هم د اوو کالو نه پینځوؤ کالو ته راښکته کړې ده.

همدا شان مخکې چې به بینکونو د ګاډو پسر دچانه د ډاون پیمنټ یا په اول سر کې په یوځائ دپیسو اخستو په مد کې ۱۵ فیصده رقم اخستو هغه یې هم اوس ۳۰فیصدي ته لوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG