لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: دوکۍ کې د سکرو په کان کې دوه مزدوﺭان مړه شوي


د بلوچستان صوبې په دوکۍ ضلع کې د سکرو يا کولې په کان کې دوه خواريکښ مړه شوي دي، د دوکۍ ضلعې مرستيال کمشنر محمد عظيم کاکړ وي او اې ډيوه ته د ټيلي فون له لاﺭې وويل "ياده پيښه پرون ماښام د دوکۍ په قدﺭتي نومي سيمه کې ﺭامنځته شوې او د مړو جسدونه خپلو علاقو ته ستانه کړی شوي دي".

د دوکۍ د ماينونو سر کاﺭي منېجر نظير لوڼي و وي او اې ډيوه ته وويل، "یاد دوه ځوانان ځکه مړه شوي چې په ماين کې د اکسيجن ګيس نيشت والی وو".

د ځايي خبریال الله نوﺭ ناصر په خبرہ "د مړه شوو خواريکښو شناخت د منظوﺭ احمد او عبدالمنان په نومونو شوی چې عمرونه يې د 30 او 35 کالو پورې وو". او تعلق يې د افغانستان سره وو خو اوس يې کورونه دلته دي.

د ستمبر د مياشتې په 21 نېټه هم د دوکۍ په انګوﺭ شېله سيمه کې د کولې په کان کې د ﺯهرجن ګېس له امله څلوﺭ مزدوران مړه شوي وو.

د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېدﺭېشن سېکر ېټري جنرل لالا سلطان وي او اې ډيوه ته وويل چې "په شته قانون باندې د عمل نه کولو له وجې په ﺯيات شمېر کې د کولې مزدوﺭان خپل ژوند له لاسه وﺭکوي".

هغه وويل ﺭوان کال تر اوسه پوﺭې په ټول پاکستان کې 152 د کولې مزدوران مړه دې چې پکې 95 د بلوچستان ايالت په کوله ماينونو کې مړه شوي دي.

لالا سلطان د دې ﺯمه واﺭه د ماينونو محکمه ګڼي او وايي چې د ماين محکمه خپلې ﺯمه واﺭۍ نه تر سرہ کوي ځکه داسي پېښې ﺭامنځ ته کيږي.

بل لوﺭي ته د دوکۍ د مر ستيال کمنشر عظيم کاکړ هم دغه خبرہ تايدوي، او وايي، "ضلعي حکومتي چاﺭواکي تر خپله وسه د مزدوﺭوانو د ژوند د خوندي ساتلو لپاﺭه هڅې کوي، دا د ماينونو د محکمې کاﺭ دی".

کاکړ وويل چې دوی د بلوچستان د ماينونو د محکمې ﺯمه واﺭو ته ليکلي چې د کولې په ماينونو کې د ژوند د خوندي ساتلو لپاﺭه ضروري ګامونه نه اخيستل کېږي او نه هم پر قانون عمل کېږي, ځکه داسې پېښې ﺭامنځ ته کېږي.

کاکړ وویل "خو تر اوسه عمل نه دی ورباندې شوی".

خو د دوکۍ د ماينونو سرکاري منېجر نظير لوڼۍ وايي "د ماينونو محکمه خپلې ﺯمه واﺭۍ ترسره کوي, قانون پلي کوي او د هغو پر ضد يې ګامونه اخيستي چې د ماينونو پر قانون عمل نه کوي".

نظير لوڼي د د مر ګونو پېښو ﺯمه واﺭي له خپلې له غاړې واړوله او وويل چې "د کوله کان يا ماين مزدوﺭان په خپله د داسې پېښو ﺯمه واﺭه دی".

د لالا سلطان په خبرہ په بلوچستان کې د کولې د قانوني او ناقانونه کانونو يا ماينونو شمېر تر پينځه ﺯﺭه ﺯيات دی. د ده په خبرہ په دې ماينونو کې د مزدوﺭانو شمېرتر يو نيم لک سيوا دی.

لالا ﺯياتوي په بلوچستان کې د کولې په کاﺭ کونکو کې ﺯيات شمېر د خېبر پښتونخوا د سوات او شانګلې سیمې، بيا د بلوچستان د ځايي مزدوﺭانو او پر دﺭيم نمبر له افغانستان سره تعلق لرونکو مزدورانو دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG