لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې له کورونا څخه د مړو شمېر له ۷۰۰۰۰۰ زیات شو


 د امریکا ولسمشر جوبایډن د واکسین اخېستلو په حال کې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د واکسین اخېستلو په حال کې.

واشنګټن – جان هاپکنز پوهنتون د جمعې په ماسختن خبر ورکړ چې په امریکا کې له کورونا څخه د مړو شمېر ۷۰۰۲۵۸ ته ورسېده.

دوی زیاتوي، له امریکا وروسته په برازیل کې ۵۹۷۲۵۵ کسان، په هند کې ۴۴۸۳۳۹، مکسیکو کې ۲۷۷۵۰۷ او په روسیه کې ۲۰۴۴۲۴ کسان له کورونا څخه مړه شوي دي.

د امریکا د روغتیا چارواکي وايي، په امریکا کې په دې وروستیو اونیو کې د کورونا پېښې په کمېدو دي خو د کورونا وروستۍ څپه د هېواد په کچه تونده شوې ده چې له امله یې په ځینو ایالتونو په ځانګړي توګه شمال کې د کورونا پېښې هم زیاتې شوې دي.

د یو بل خبر له مخې، کالیفورنیا د امریکا لومړنی ایالت شو چې د ښونځي ماشومانو ته پکې د کورونا واکسین ورکول وروسته له هاغې لازمي اعلان شول کله چې د امریکا د خوړو او درملو اداره یې په رسمي توګه ماشومانو ته د ورکولو اجازه ورکړي.

دمګړی د فایزر بایوټېک واکسین په رسمي توګه ۱۶ کلنو او تر دې لویو ماشومانو او بیړنیو حالاتو کې ۱۲-۱۵ کلونو ماشومانو ته هم ورکول کېږي.

کله چې واکسین ماشومانو ته په بشپړه توګه تصویب شي په کالیفورنیا کې به له اوم ټولګی څخه تر ۱۲ ټولګي پورې ماشومانو ته ورکړل شي.

خبر زیاتوي، کله چې واکسین پنځه کلنو او تر هغو لویانو ته تصویب شي نو دغه ایالت به یې د وړکتون څخه نیولې تر شپږم ټولګي پورې ماشومانو ته هم لازمي کړي.

یواځې هغه ماشومانو ته به نه ورکول کېږي کچېرې مذهب او روغتیايي دلایل ورته اجازه نه ورکوي.

په واشنګټن کې د امریکا د سترې محکمې قاضي برېټ کواناف په کورونا اخته شوی که څه هم واکسین شوی وو خو دغه محکمې ویلي، چې په نوموړي کې د ناروغۍ کومې نښې نښانې نشته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG