لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په جنوبي وزيرستان کې د 21 ورځو راهسې انټرنېټ بند دی


په جنوبي وزيرستان کې د انټرنېټ دپاره مظاهره (فايل عکس)

د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان اوسېدونکي وايي په سيمه کې د تيرو 21 ورځو راهسې انټرنېټ بند کړی شوی دی، په علاقه کې انټرنېټ له هغې وروسته بند کړی شوی چې په 15 ستمبر د جنوبي وزيرستان په لدها تحصيل کې په يو برید کې اووه پاکستاني پوځي سرتيري وژل شوي وو.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي د کوهاټ پوهنتون د جرنلزم د څانګې زده کوونکی ګل زمان وايي د درېو اوونيو راهسې په جنوبي وزيرستان کې انټرنېټ بند کړی شوی، په داسې وخت کې چې د لسم او دولسم ټولګي نتيجې راغلي او نوې داخلې کیږي چې زياتره انلاين دي، انټرنېټ بند دی زده کوونکي د سختو ستونزو سره مخ دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوه ځله یې د ضلعې انتظاميې سره ليدلي او باور ورته ورکړی شوی چې په پينځم اکتوبر به انټرنېټ بحال شي خو نوموړی وايي نن هم انټرنېټ بحال نه شو، دوی به اوس بيا د انتظامیې سره وینې خو که بيا يې هم خبره ونه منل شو په علاقه کې بیا په احتجاج لاس پورې کوي.

خو د ضلعې يو انتظامي چارواکي د نوم ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په علاقه کې انټرنېټ د لوړ پوړو چارواکو په وېنا بند کړی شوی او دوی بيا هم د خلکو شکايت د لوړ پوړو چارواکو سره شريک کړی دی.

په جنوبي وزيرستان کې د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکی ځايي مشر ایاز وزير وايي په وزيرستان کې چې انټرنېټ روان شوی وو د خلکو کاروبار ورسره ښه شوی، د زده کوونکو مسلې ورسره هوارې شوې او په بهر ملکونو کې د مېشتو خلکو سره د کورنيو رابطې پېل شوې وې انټرنېټ د علاقې په خېر تمام شوی وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی ګڼي چې د يوې منصوبې لاندې د وزيرستان خلک په تیاره کې ساتل کيږي.

هغه وويل د ناامنۍ پېښې په ټول ملک کې کيږي خو بل ځای خو چرته اسانتیاوې نه دي بندې کړی شوي ځکه دوی غوښتنه کوي چې په علاقه کې دې په سمدستي ډول انټرنېټ په ځای کړی شي.

په سيمه کې امنيتي سرچینو وي او اې ډيوه ته ويلي چې په علاقه کې د امنيت په خاطر انټرنېټ بند کړی شوی اوس د لټون عمليات پېل کړی شوي او هڅې روانې دي چې د بدامنۍ مخنيوي وشي انټرنېټ به بيرته په ځای کړی شي.

په جنوبي وزيرستان کې انټرنېټ نزدې يوه میاشت وروسته له هغې روان کړی شوی چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په 20 فرورۍ په جنوبي وزیرستان کې د انټرنېټ روانولو اعلان کړی وو.

د پاکستان وزیراعظم په نورو قبايلي ضلعو کې هم د انټرنېټ روانولو ويلي وو خو په شمالي وزيرستان کې تراوسه پورې انټرنېټ نشته او په پاتې قبايلي ضلعو کې هم ځايي خلک شکايت کوي چې انټرنېټ په ځای کې کار نه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG