لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د شري ناروغۍ تر وېکسین وروسته د افغان کډوالو د راتګ پروازونه بیا پیلوي


واشنګټن ـــ امریکایي چارواکي‌ وایي ډېر ژر به امریکې ته د افغان کډوالو د راتګ بهیر بیرته پیل کړي، وایي د دوی د راتګ بهیر درې اوونۍ له دې کبله ځنډول شوی وو چې ځینو کسانو ته د شري ناروغۍ تر ور پورې کېدو وروسته یې دغه کډوالو ته له دې ناروغۍ د ژغورنې وېکسین ور لګول.

د امریکې د کورني امنیت یا هوم لېنډ سیکیورټي ادارې چارواکي وایي هغو 49,000 افغان کډوالو ته یې له شري ناروغۍ د ژغورنې د وېکسینو لګولو بندوبست کړی دی چې د لنډې مودې لپاره لا هم د امریکې په بېلابېلو پوځي مرکزونو او یا هم په یورپ او منځني ختیځ کې پراته دي.

امریکې ته د افغان کډوالو د راتګ بهیر- چې د امریکې په تاریخ کې د کډوالو د بیا پر ځای کولو تر ټولو ستره هڅه ګڼل کېږي- درې اوونۍ مخکې هغه وخت وځنډول شو چې څلرویشتو کسانو ته د شري ناروغي ور پورې شوې وه.

امریکې ته د دې بهیر د ځنډ له کبله شاوخوا 15,000 کډوال له امریکې دباندې د یورپ او منځني‌ ختیځ په لنډمهالو کېمپونو کې هم بند پاته شول چې د شري تر وېکسین وروسته به بیرته امریکې ته راوستل کېږي.

د امریکې د ملي امنیت ادارې لوی طبي افسر ډاکټر پریټېش ګاندي دغو افغان کډوالو ته د شري ناروغۍ د وېکسین لګولو د بشپړېدو په مهال وویل:

"د وېکسین کمپېن کامیابي [امریکې ته] د راتلونکو افغانانو د روغتیا او ښېګړې په برخه کې زموږه ژمنتیا ښکاره کوي، زموږ کسان او د امریکې خلک له دې بهیر سره مرسته کوي".

امریکایي چارواکي وایي هر څوک چې له افغانستانه راځي هغوی ته یې له کورونا وایرسه د ژغورنې وېکسین هم ور لګولي دي. وایي په دغو کډوالو کې چې امریکې ته را رسېدلي یا بهر په لنډمهالو کېمپونو کې مېشت دي 84 فیصده کسانو له کورونا د ژغورنې وېکسین اخیستي دي.

د اګست له پینځلسمې راهیسې چې طالبان پر کابل واکمن شول امریکې شاوخوا 120,000 کسان په داسې حال کې له افغانستانه را و ایستل چې په کابل هوایي ډګر کې ګډوډي پېښه شوه او داعش ډلې یو خونړۍ برید وکړ، چې په نتیجه کې یې 13 امریکایي پوځیان او تر 170 زیات افغانان و وژل شول.

له افغانستانه په را ایستل شویو دغو یو لک شل زره کسانو کې د امریکې شهریت لرونکي، د امریکې د دایمي اوسېدو قانوني اسناد [ګرین کارډ] لرونکي او هغه کسان شامل وو چې امریکې ته د کډوالۍ قانوني ویزې یې لرلې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په یو ویدیویي پیغام کې له امریکایانو غوښتي چې له تازه راغلیو افغان کډوالو سره مرستې وکړي. بلینکن وایي:

"دا د امریکایانو لرغونی دود دی چې د نورو هیوادونو وګړي مني، په ځانګړې توګه هغه کسان چې له بدو حالاتو، ځور او جګړې څخه تښتېدلي وي، همدا وجه ده چې زما د کورنۍ په ګډون ګڼ شمېر کورنۍ دې هېواد ته راغلې دي".

د امریکې د کورني امنیت وزیر الخاندرو مایورکاس تېره اوونۍ د کانګرس د پوښتنو په جواب کې وویل، امریکې ته تر اوسه 60,000 کسان را رسېدلي چې په هغوی کې اووه فیصده امریکایي شهریان، شپږ فیصده د دایمي اوسېدو اسناد لرونکي او شاوخوا درې فیصده هغه کسان او د هغوی کورنۍ دي چې له امریکا او نورو بهرنیانو سره یې په افغانستان کې کارونه او مرسته کړې ده.

د امریکې په بېلابېلو پوځي کېمپونو کې دا مهال شاوخوا 53,000 افغان کډوال ځای پر ځای کړل شوي دي چې تر قانوني چارو او وېکسین وروسته به د امریکې په ښارونو کې د ژوند کولو اجازه ورکول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG