لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د ملي امنيت سلاکار به د چين د سفير سره وویني


سپينې ماڼۍ د ګل/ سه شنبې په ورځ ويلي، د امریکې د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوېن به روانه اوونۍ په سویټزرلېنډ کې د چين د سفير سره وويني.

ويل شوي دغه ليدنه به د شورو/ چهارشنبې په ورځ کيږي، او جېک سېلوېن به د چين د سفير کاريانګ جي چي سره د تجارت او تايوان په ګډون په نورو موضوعاتو خبرې کوي.

دغه ليدنه په داسې حال کې کیږي چې د دواړو غټو نړيوالو قوتونو ترمنځ اړيکې ترينګلې دي.

ويل کیږي د دغه ليدنې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کولو دپاره له دې نه وړاندې د شوو ژمنو پوره کول دي.

په نهم ستمبر د امريکې صدر جوبايډن او د چين صدر شي ژين پينګ په ټیليفون خبرې کړې او ويلي يې وو، چې دواړه هېوادونه د دې مقابلې څخه ډډه وکړي کومه چې دواړه غټ نړيوال اقتصادي هېوادونه شخړې ته بوځي.

سپينې ماڼۍ د دغو خبرو په اړه ویلي وو، بايډن او شي په پراخه کچه سټراټيجیکي او ورسره د شريکو ګټو او اقدارو په اړه بحث کړی، او يو لوړ پوړي امریکايي چارواکي خبريالانو ته ويلي وو په دغه بحث کې په اقتصادي مسلو، چاپيريال او د کوېډ 19 په موضوعاتو خبرې شوې وې.

سپينې ماڼۍ ويلي وو، صدر بايډن په دې خبره ټينګار کړی چې امریکا په هند پېسفک او نړۍ کې سوله، ثبات او خوشالي غواړي او دواړو مشرانو په دې بحث کړی چې دواړه هېوادونه داسې مقابله وکړي چې د شخړې سبب نه جوړيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG