لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د واشنګټن اؤ اسلام اباد ترینګلې اړېکې،دامریکې مرستیاله خارجه وزیره سبا پاکستان ته رسیږي


مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د امريکا د بهرنيو چارو مرستیاله وزيره وېنډي شرمېن د افغانستان په معامله د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړيکو کې د سېوا کېدونکې واټن د ختمولو لپاره د خبرو په غرص سبا د اکتوبر په اوومه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسیږي.

څېړونکي د وېنډي شرمېن دا سفر د افغانستان او سیمې په تناظر کې خورا مهم ګرځوي.

ورځپاڼه ډان په واشنګټن کې د سفارتي سرچينو له خولې لیکي چې دا به يوه مهمه او د صدر باېډن د انتظاميې په واک کې د راتلو وروسته د کوم امريکايي لوړپوړي چارواکي پاکستان ته لمړۍ دوره وي.

وېنډي شرمېن د امریکا د بهرنیو چارو د وزير انتوني بلنکن نه وروسته د خارجه چارو د وزارت تر ټولو اعلا چارواکې ده.

مطبوعات وايي دا سفر په افغانستان او ټوله سيمه کې د شوؤ پرمختګونو په تناظر کې مهم ګرځول کېږي.

ورځپاڼه ډان په امریکا کې د پاکستان د سفير اسد مجيد خان له خولې ليکى دا يوه مهمه دوره ده او مونږ غواړو چې د امریکا سره د خپل مينځي خوښۍ په څانګو کې د دوه اړخیزه همکارۍ په پياوړي کولو او دې ته د لا نور وسعت ورکولو لارې چارې ولټوؤ او د امریکا اندېښنې هم واورو.

ډان اخبار د سرچينو له خولې وايي چې د صدر باېډن انتظاميه به د پاکستان سره په خبرو کې په څلورو نکتو تمرکز وکړي.

په هغې کې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندل، په افغانستان نړیوال بندېزونه لګول، افغانستان ته لاس رسی او د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ چارې شاملې دي.

ورځپاڼه بیا د سرچينو له مخې ليکي امریکا غواړي چې د نړیوالې ټولنې مخکې باید پاکستان د طالبانو حکومت تسلیم نه کړي او ددې پرځاى امریکا غواړي چې پاکستان د ټول شموله حکومت، بشري حقونو، جنيکو او ښځو ته د تعلیم او روزګار اجازې ورکولو په ګډون په لانجمنو چارو باندې د طالبانو په دريځ کې د نرمښت راوستلو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

امریکا ګڼي چې ددغه چارو په اړه به د طالبانو په دريځ کې بدلون د طالبانو په نړيوال انځور مثبتې اغېزې وکړي او په ملګرو ملتونو کې به د هغوئ د منلو لاره هواره کړي.

د نړیوال چارو ماهر او د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکتر خورشید وايي وېنډي شرمېن په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې افغانستان لا اوس هم د بدلون د پړاو نه تېرېږي او طالبانو زړې تګلارې بيا خپلې کړې دي.

هغه ډيوه ته وايي که وکتل شي نو امریکا اوس هم مني چې د افغانستان په رابرڅېره کېدونکو حالاتو کې د پاکستان کردار پکار دی.

هغه وايي د امریکا د مهم چارواکي پاکستان ته راتلل د اسلام اباد لپاره د ډاډ خبره ده.

نوموړی زیاتوي که طالبان د نوي د لسيزې په شان خطرناک کېږي او د امريکا په ګډون د غربي نړۍ لپاره ګواښ جوړېږي نو په داسې حالاتوکې د امریکا لپاره د پاکستان کردار مهم دی او دا کردار به امریکا په پام کې ساتي.

د امريکا د بهرنيو چارو مرستیاله وزيره وېنډي شرمېن په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان او امریکا اړیکې خړې شوي او وزیر اعظم عمران خان ملګرو ملتونو ته په خپله وروستۍ وېنا کې هغه د افغانستان د حالاتو تور په امریکا لګولی ؤ.

هم دا ډول امریکا او غربي نړۍ هم په پاکستان د طالبانو د ملاتړ او کومک تورونه لګوي او وايي د پاکستان ددغه چټک ملاتړ له کبله طالبان ددې جوګه شول چې په افغانستان کې شل کلن جمهوري حکومت له مينځه يوسي.

پخوانی سفارت کار اسد دراني ډيوه ته وايي په دې دوره کې به د پاکستان او امريکا په دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړي ډول د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې کېږي.

هغه وايي ظاهره ده چې د خبرو مهمه موضوع به افغانستان وي.

دی وايي امریکا افغانستان څخه وتلې ده خو دده په اند هغه تر ډېرې مودې د افغانستان څخه جلا او لا تعلقه نه شي پاتې کېدی.

اسد دراني وايي په دې سيمه کې د امريکا ځانله پاتې کېدل د هغې په ګټه نه دي. د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې يو پاکستان پاتې دی چې امريکا ورسره خپلې اړيکې ساتلی شي ولې چې د ايران، چين او روس سره د امریکا تعلقات دا وخت د تناو ښکار دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د ستمبر په 13 نېټه وېلي وؤ چې پاکستان په افغانستان کې يو شمېر ګټې لري چې ځنې پکې د امريکا د ګټو سره په ټکر کې دي او ويل يې امريکا به غواړي په راتلونکي کې پاکستان سره خپلو اړیکو ته بيا کتنه وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG