لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د ژمي راتلو سره بشري بحران سېوا کیږي


په افغانستان کې د نړيوال پروګرام مشر د شورو/ چهارشنبې په ورځ ويلي په دغه ملک کې بشري بحران د ژمي راتلو نه وړاندې په تيزۍ سره سېوا کيږي.

په افغانستان کې د خوراک د نړیوال پروګرام مشرې مېرې اېلن مکګرورټي د کابل څخه په انلاين بڼه خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، ژمی رارسېدلی په درواز مو ولاړ دی. په افغانستان کې سخت يخ موسم دی، د تيلو بيې لوړيږي خلک د لوږې ختمولو او ځان تود ساتلو دپاره هڅې کوي.

ویل شوي په 15 اګست د طالبانو په کابل کې په واک کې د راتلو نه وړاندې هم دغه هېواد د وچکالۍ، شخړو، غبن او کرونا وايرس د بحران سره مخ وو.

په افغانستان کې د 18 ملينو نه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري په دوی کې 14 ملينه هغه دي چې د خوراک د نشتوالي سره مخ دي او دوه ملينه ماشومان دي چې د خوراک د کمي خطره ورته ورپېښه ده.

ملګرو ملتونو ويلي، هغه خلک چې ضرورتمند دي د هغو شمېرې سېوا کيږي ځکه چې د خوراکي توکو او تيلو بيې لوړیږي او روزګارونه کمیږي.

مېکګرورټی ويلي، چې د اګست د مياشتې نه وروسته بحران نور په تيزۍ سره سېوا کيږي.

مرستندويه چارواکې ويلي، هغه نن د کابل نه بهر وو حالات ډېر د خفګان وړ دي، ښځو ورته د خوراک دپاره نعرې وهلې ځکه چې روزګار کميږي کار نشته، داسې موقع نشته چې خوراک ترې ترلاسه شي.

هغې ویلي ډېرو ښځو ورته ویلي چې د دوی سره يواځې لږ خوراک او اوبه دي.

د نړيوالې ادارې ترمخه افغانستان د سخت اقتصادي او مالي بحران سره مخ دی، دا هېواد بهرنيو مرستو ته اړتيا لري او د طالبانو د راتلو سره فنډونه ودرول شوي دي.

مېکګرورټي ويلي دوی د ضرورتونو د مسلې هوارولو دپاره اقتصاد بحالولو ته اړتيا لري. هغې خبرداری ورکړی که دا مسله هواره نه کړی شوه د افغانستان حالات به ډېر خراب شي.

ویل شوي د ملګرو ملتونو ادارې د ستمبر په مياشت کې پينځه ملينه افغانانو ته مرستې رسولي دي او د خوراک نړیوال پروګرام درې اعشاريه اته ملينه کسانو ته خوراکي مرستې ورکړي دي.

ملګرو ملتونو د روان کال دپاره د 606 ملينه ډالرو مرستې غوښتې چې پکې ويل شوي په دغه رقم کې يواځې درېمه برخه ترلاسه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG