لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ قبایلي ضلعو کې سر دوباره د سرشمېرنې امر وکړو


پيښور هایکورټ پخوانیو قبایلي سيمو کې د سرشمېرنې په هکله د دوسیې اوريدنې پرمهال حکومت ته امر کړی چې دغه سيمو کې دې سردوباره سر شميرنه وکړی شي.

کال 2017م کې دشوې سر شمیرنې پرضد د صوبې اعلا عدالت کې د پخوانۍ فاټا ځینو کسانو درخواست جمع کړی دی اؤ دغه درخواست کې دريځ خپل کړی شوی چې د سر شميرني په وخت پخوانیو قبائلي سيمو نه د ترهه ګرۍ پر ضد روانه جګړه کې زياتره خلک د هيواد نورو سيمو ته کډوال شوي وؤ او ددغو سيمو ابادي ډيره کمه ښودل شوې ده۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د هایکورټ وکيل جهانزيب محسود وويل د2017م سرشمېرنه کې چې د پخوانیو قبایلي سيمو کومه ابادي ښودل شوې ده د هغي نه ددغو سيمو ابادي سو چنده سيوا ده،

هغه وویل دسرشمېرنې په وخت د پخواني فاټا زياتره خلکو د کډوالۍ ژوند کولو او د ملک نورو سيمو ته کډوال شوي وؤ او دغه خلک سرشمېرنه کي نه دي شميرل شوي۔

د کيس اوريدني پرمهال قامي اسمبلۍ پخواني غړي غازي ګلاب جمالي عدالت ته ويلي دي د1998په سر شميرنو کې د اورکزو ابادي دوه لکه څلور ديرش زره ښودل شوې ده او شل کاله وروسته په سرشمېرنه کې د اورکزو ابادي دوه لکه دوه پنځوس زره ښودل شوې ده.

هغه وویل ددې مطلب دادی چې شلو کالو کې د ټولې ضلعې ابادي یوازې اته ويشت زره زیاته شوې ده کومه چي دمنلو وړ خبره نه ده۔

نوموړي ویلي دي چې د اورکزو دماموزئ نومې سيمي په سر شميرنه کې اوولس زره ابادي ښودل شوې ده او د اليکشن کميشن د کال دوه زره اتلس د ووټونو په نوملړ کې له دغه علاقې رجسټرډ شوي ووټران څلور ديرش زره ښودل شوي دي، نو له دې اندازه کیدای شي چې په کوم ډول پخوانيو قبایلي سيمو کې سر شميرنې شوي دي۔

د مومند ضلعې نه دصوبایي اسمبلۍ غړی نثار مومند وایي د مردم شماري په اړه زمونږ انديښني نورې هم سيوا شوي دي ځکه چي حکومت پلان لري چې پخوانۍ فاټا کې به راتلونکي کال کې سر شميرنې په ډيټور نومې طريقه کول غواړي چې کوم کسان د شپږو مياشتو نه سيوا د خپلو سيمو نه بهر وي هغه به دپلارنۍ سيمې ابادۍ کې نه شي شميرلی،

بل لوري ته دشمارياتو د اداري چارواکو عدالت ته ويلي دي چي کابينې فيصله کړې ده چې 2022م کي به دغو سيمو کې دوباره سرشمیرنه کولی شی۔

ددې په ځواب کې عدالت د شمارياتو اداري چارواکو ته ویلي دي چې په نوې سر شميرنه کې باید د پخواني فاټا د ولس انديښني لرې کړی شي په غوره ډول دې مردم شماري وکړی شي۔

څرګنده دې وي چې د کال دوه زره اوولسم سر شميرنه کې د ټولو ضم شوؤ قبایلي سيمو ابادي پنځوس لکه پورې ښودل شوې ده ۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG