لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرنايي زلزله: اغېزمنه خلک وايي کورونه ټول نړيدلي په سمدستي ډول د سر سيوري ته اړتيا لري


د بلوچستان په هرنايي ضلع کې د زلزلې نه اغېزمن شوي خلک وايي، زياتره کورونه نړيدلي او که ځينې نيم غورځيدلي د اوسېدو قابل نه دي پاتې ځکه خلک په سمدستي ډول خېمو يا ټېنټونو ته اړتيا لري.

د هرنايي د کلي مرزا اسلام الدين د ټيليفون د لارې وي او اې ډيوه ته وويل په کلي مرزا کې يې نزدې 65 کورونه دي او يو پکې روغ نه دی پاتې.

هغه وويل خلک په سمدستي ډول خېمو ته ضرورت لري چې ماشومان او ښځې پکې په سيوري شي.

هغه زياته کړه يواځې په دغه وړوکي کلي کې درې تنه مړه او شپږ ژوبل شوي دي.

اسلام الدين وویل تیره شپه خلکو بهر په ډاګه شپه تيره کړې ماشومان او ښځې هم داسې پراته وو، هغه وويل موسم يخ دی د شپې په مهال د کمبل يا څادر نه بغېر ساعت نه شي تيرولی.

هغه دا هم وويل چې پرون یې حکومت ته ويلي چې دوی ته ټېنټونه ورکړي خو د هغه په وېنا يواځې هغو کورونو ته ټېنټونه ورکړی شوي چې مړي پکې شوي نورو خلکو ته لا مرستې نه دي رسول شوي.

يو بل تن چنګېز خان وویل د هرنايي هره کورنۍ اغېزمنه شوې، کورونه وران شوي سامانونه يا د ملبې لاندې ايسار شوي او يا خراب شوي د استعمال قابل نه دي پاتې.

هغه هم وويل په سمدستي ډول خېمو ته اړتيا لري چې سر يې په سيوري شي او نور خوراکي توکيو او هر ډول څيز ته ضرورت لري.

خو د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې مرستيال کمشنر سهېل انور وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل دوی د پرون پورې د خلکو په ژغورلو بوخت وو او هم د پرون راهسې د خلکو په بحالۍ او مرستو کار پېل کړی شوی دی.

هغه وویل حکومتي او غېر دولتي ادارې لګيا دي د خلکو مرستې کوي خو په سمدستي ډول دا نه شي ويلی چې زلزلې څومره کورونه نړولي او نور تاوان يې څومره اړولی دی. هغه زياته کړه دغه مالومات راټولولی شي.

د مرستيال کمشنر په وېنا د سرکاري شمېرو ترمخه د هرنايي په زلزله کې 15 تنه مړه او د 200 نه زيات ژوبل شوي دي.

هغه وويل په مړه شوو کې اته ماشومان، څلور ښځې او درې سړي شامل دي.

خو ځايي مطبوعاتو پرون خبر ورکړی وو په زلزله کې شل تنه مړه شوي دي.

مرستيال کمشنر زياته کړه د پرون (شورو/ چهارشنبې) د شپې پورې د زلزلې نه اغېزمن کسان ژغورل شوي مړي راویستل شوي او ژوبل روغتونونو ته منتقل کړی شوي دي.

دغه زلزله چې د نهې/ سه شنبې او شورو/ چهارشنبې په مینځنۍ شپه کې په درې بجې شوې، مرکز يې د هرنايي سره نزدې ياد کړی شوی او په رېکټر سکېل د زلزلې زور يا شدت د 5.9پورې او ژورتيا يې تر 15 کلوميټره پورې ويل شوې ده.

د صوبې د چارواکو په وېنا زلزلې د بلوچستان صوبې هرنايي ضلع تر ټولو زياته اغېزمنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG