لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: پاکستان د امریکې سره پراخې اړيکې غواړي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، پاکستان د امریکې سره پراخه، او دوامداره اړیکې غواړي چې د امریکې سره اقتصادي مرستو او د سيمې امن ته وده ورکړي.

د پاکستان سرکاري میډيا ویلي قرېشي د امریکې د بهرنيو چارو د مرستيالې وزيرې وېنډې شېرمن سره نن د جمعې په ورځ (اتم اکتوبر) په اسلام اباد کې ليدلي او دغه خبره یې کړې ده.

قرېشي ټينګار کړی چې پرله پسې او منظمې خبرې د دواړو هېوادونو دپاره مهمې دي چې دوه اړخيزې اړیکې ښې کړي او ګډ سيمه ييزه اهداف ترلاسه کړي.

هغه ويلي، امریکا او پاکستان دواړه د افغانستان په اړه ګډ نظر لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د اعتماد څرګندونه کړې چې د افغانستان نوی حکومت به د افغان ولس د سولې او ثبات او خېرښېګړې دپاره کار وکړي.

هغه دا هم ويلي نړيواله ټولنه بايد د افغانستان سره مثبتې اړیکې وساتي بشري او اقتصادي مرستې يې وکړي او په دې سخت وخت کې د افغانستان د اقتصاد دپاره کلک ګامونه پورته کړي.

د پاکستان سرکاري ميډيا ویلي د امریکې مرستيالې وزيرې د پاکستان ستاينه کړې چې د افغانستان نه يې د امریکايانو او نورو هېوادونو د غړو په ويستو کې مرسته کړې ده.

امریکې د دغه ليدنې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

مېرمن شېرمن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسلام اباد ته رسېدلې ده، هغه د امریکې د صدر جوبایډن د حکومت لومړۍ لوړ رتبه چارواکې ده چې د پاکستان دوره په داسې حال کې کوي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي او طالبانو بیا د افغانستان واکمني ترلاسه کړي ده.

تېره میاشت د امریکې د کانګرس 22 غړو د یو قانون مسوده پېش کړې چې هدف یې په طالبانو او د طالبانو په پلویانو پابندۍ لګول دي.

په مجوزه قانون کې دا غوښتنه هم شوې چې د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن دې په دې اړه هم نظر وړاندې کړي چې طالبانو واک ته په بیا رسېدو کې پاکستان څومره مرسته کړې او څه کردار یې ادا کړی.

په کانګرس کې د مجوزه قانون سازۍ د مسودې په اړه د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي یوې ورستۍ خبري غونډې ته ویلي دا د بل په سر د پړې اچولو کوشش دی.

قرېشي ویلي وو د پاکستان نه د "قربانۍ ګډوری" جوړول به ځمکني حقیقتونه نظر انداز کول وي. هغه امریکا باید په دې پوهه وي چې په افغانستان او په سیمه کې ثبات دپاره به په اینده کې هم امریکا د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG