لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د 2021م کال د امن نوبل جایزه د فلپاین او روس دوو صحافیانو ته ورکړل شوه


واشنګټن ـــ د 2021م کال د امن نوبل جایزه دوو صحافیانو د فلپاین ماریه ریسا او د روس دیميتري موراتوف ته ورکړل شوه.

دوی دواړو ته جایزه د ازادۍ د اظهار لپاره په مبارزه کولو ورکړی شوې ده. د جایزې اعلان د ناروې د نوبل کمېټۍ ستر مشر بیریټ ریئس انډریسن پرون کړی دی.

ده وویل ازاد او ریښتنی صحافت د واک بې ضایع کارولو، دروغو او د جګړې لپاره د پروپیګنډې څخه ژغورنه کوي.

دی زیاتوي د صحافت او اظهار د ازادۍ پرته د قامونو تر منځ د روابطو پراختیا، د وسلو کمښت او په حاضر وخت کې د نړۍ په یو غوره دستور کې به نه وو کامیابه شوي.

د نوبل کمېټۍ وایي ماریه ریسا په 2012م کال کې د مخدره موادو پرضد د صدر روډریګو ډیوټرټي د حکومت له اړخه په لانجمنه خونړي کمپېن باندې تنقیدي خبري ویبپاڼه «ریپلر» د چا سره په مرسته جوړه کړې وه.

ریسا او ریپلر په دې هم لیکل کړي چې څنګه ټولنيزې رسنۍ د جعلي خبرونو، د خپلو مخالفینو د تنګولو او د عامه رایې لپاره کارول کیږي.

موراتوف د روس د خپلواکې ورځپاڼې «ناوایا ګزیټا» په 1993م کال کې د بنسټ ایښودونکو څخه یو وو.

د نوبل جایزې کمېټۍ د نوموړي په اړه لیکي: "په روس کې نن ناوایا ګزیټا تر ټولو خپلواکه ورځپاڼه ده چې واکمنو پلو ته یو اساسي تنقیدي نظر لري".

کمېټۍ زیاتوي "د یادې ورځپاڼې په حقایقو اډاڼا لرونکي صحافت او مسلکي ایماندارۍ په اساس په روس کې په حساسو موضوعاتو د معلوماتو یوه مهمه ذریعه جوړه شوې، د کومو چې ذکر په نوره میډیا کې ډېر کم کیږي".

د روس حکومتي ویاند دیمیتري پسکاو ښاغلي موراتوف ته په نوبل جایزه ګټلو مبارکي ویلې.

د نوبل جایزې سره د سرو زرو یو میډال او لس میلینه سویډیشي کرونز چې 1.14 میلینه امریکايي ‌ډالره جوړیږي ورکول کیږي.

دغه پیسې د نوبل جایزې موجد الفریډ نوبل په نوم له جوړ شوي فنډ نه ورکول کیږي. د سویډن سره تعلق لرونکی الفریډ په کال 1895 کې مړ شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG