لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب په کنګ عبدالله هوايي اډه بريد کې پينځه تن ټپيان شوي


Yanbu Saudi Arabia
Yanbu Saudi Arabia

د يمن سره په پوله د سعودي عرب د جازان ښار په کنګ عبدالله هوايي اډه د جمعې په ماښام بريد شوی، پينځه تنه پکې ټپيان شوي دي.

د سعودي عرب خبري ادارې (سعودي پرېس ايجنسۍ) ويلي، د دښمن توغندي په کنګ عبدالله هوايي اډه لګيدلي او پينځه تنه پکې معمولي ټپيان شوي دي.

د اې اېف پي د خبر ترمخه په وروستيو کې په سعودي عرب دغه رنګ څو بريدونه شوي او سعودي عرب يې تور په يمن کې په حوثي جنګیالو پورې کوي.

د سعودي عرب په مشرۍ جوړ ايتلاف په یمن کې د لرې کړل شوي حکومت دپاره جګړه کوي چې لرې کړی شوی حکومت بيا په ځای کړي.

د سعودي عرب د سرکاري ميډيا ترمخه د شورو/ چهارشنبې په ورځ د ابها په هوايي اډه د ډرون په بريد کې څلور کار کوونکي ټپيان شوي وو.

په یمن کې د قانوني حیثيت بيا په ځای کولو دپاره جوړ اتحاد ويلي، د ډرون د لارې په چاوېدونکو توکيو کې څلور کار کوونکي هم معمولي ټپيان شوي وو.

په 31 اګست هم ياده هوايي اډه د ډرون د لارې هدف شوې، اته تنه پکې ټپيان شوي او غېر پوځي الوتکه پکې زيانمنه شوې وه.

سعودي عرب په کال 2015 کې په نړيواله کچه د منل شوي د يمن د حکومت په وېنا په دغه جګړه کې شامل شوی وو.

بل لور ته د ايران ملاتړي ياغيان پرله پسې د پولې د بلې غاړې يمن لوري نه بريدونه کوي.

د اګست په میاشت کې دغه ډول بريدونه سېوا شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG