لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان ته دامریکې دمرستیالې خارجه وزیرې سفر،واشنګټن اسلام اباد سره څنګه اړېکې غواړي؟


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د هیواد په سفر راغلې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې وينډي شرمين سره لېدنه کې ويلي چې پاکستان په افغانستان کې د جامع او ټول شموله حکومت ملاتړ کوي.

دپاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې لخوا ددغه ليدنې په اړه خپور کړل شوي بیان کې ویل شوي چې د پوځ مشر دپاکستان او امریکا ترمنځ د دائمي ګڼ اړخيزه اړیکو دپاره په بامقصده دوه اړخیزه تماسونو په دوام ټينګار کړی.

څېړونکي وايي د پاکستان او امریکا په مفاداتو کې تفاوت او د مشترکاتو نشتوالی دی او نه ویني چې د وينډي شرمېن پاکستان ته سفر به دا اړیکې ښې کړي.

د پوځ د بیان ترمخه دپاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وويل، پاکستان په افغانستان کې د کوټلي او ټول شموله حکومت ملاتړ کوي.

په دغه بيان کې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستيال وزيرې له قوله ویلي شوي چې هغې د سيمه ايز امن لپاره د پاکستان سره دکار د دوام هوډ څرګند کړی دی.

وينډي شرمېن پاکستان ته دخپل دوه ورځني سفر په مهال د هېواد د پوځ مشر سره د ليدنې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي او د پاکستان د قامي سلامتيا مشير معيد يوسف او نورو چارواکو سره هم ليدلي.

وروسته په اسلام اباد کې د امریکا په سفارت کې د مطبوعاتو سره خبرو کې وينډي شرمېن ویلي په افغانستان کې د وړاندې تګ او دا چې طالبان څنګه ښکېل وساتل شي، په دې لړ کې یې د پاکستاني مامورينو سره ژورې او نېغې خبرې وکړې.

وينډى شرمېن ویلي د پاکستاني چارواکو سره یې ددې خبرې په اهمیت هم بحث کړی چې د طالبانو احتساب به د هغوئ د ژمنو په اساس کولی شي چې دوئ په عامه توګه کړې دي.

وينډى شرمېن د صدر باېډن د حکومت لومړۍ غير پوځي چارواکې ده چې د پاکستان دوره یې کړې ده.

دا دوره په داسې حال کې شوې چې د اګسټ په 15 نېټه د طالبانو لخوا په افغانستان د قبضې وروسته د پاکستان او امریکا له مخکي سړې اړيکې لا ورپسې نورې خرابې شوي دي او څېړونکي وايي ددې لويه وجه د افغانستان په اړه د امریکا او پاکستان په مفاداتو کې تفاوت دی.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي د پاکستان سره د امریکا چې اوس کومه پالیسي ده هغه د پاکستان سره د لږ تر لږه رابطو ده.

دی وايي امریکا ددغه پالیسۍ په بنياد غواړي چې پاکستان دومره خفه هم نه کړي چې امریکا ته نورې مسلې جوړې کړي او نه دومره سهوليات ورکوي چې ترې نه بله مسله جوړه کړى.

اخوا څېړنکار ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وايي کله چې هم امریکا د افغانستان نه وتلې ده نو له هغې وروسته د پاکستان او امريکا اړیکې ترینګلې شوې دي او په پاکستان یې بنديزونه لګولې دي.

دی وايي که چيرې راتلونکي کې پاکستان د امریکا د ګټو لپاره د چين او ايران سره د ډغرې وهلو ته تېرېږي نو بیا کېدې شي چې دا اړیکې ښې شي نو ګني په پرامن حالاتو او عام حالاتو کې د پاکستان سفارت کاري هڅې هم چلېږي. پاکستان په سفارتي توګه يوازې ملک دی.

هغه بيا وايي ماته داسې ښکاري چې د دوى د اړیکو په مېنځ کې مشترکات نشته.

سرفراز خان وایي، د امریکا مرستیالې خارجه وزېرې وينډى پاکستان ته ښکاره ویلي چې هغه راغلي هم دې له ده چې امریکا کې د افغانستان د سقوط په اړه چې کوم تحقيقات کېږي د هغې پېغام ورته رسول غواړي او بله دا چې راتلونکې کې دامریکا چې کوم فضایي دهليز پکار دی د هغې په اړه د پاکستان خیال مالومول غواړي.

امریکا او نړيواله ټولنه په پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه لګوي او وايي د پاکستان ددغه چټک سټراتيجکى ملاتړ له کبله طالبان ددې جوګه شول چې دولت ونيسي او هلته شل کلن جمهوري حکومت له مينځه يوسي.

پاکستان له ورایه دا تورونه ردوي او وايي پاکستان په افغانستان کې امن، استحکام او ټول شموله حکومت غواړي.

XS
SM
MD
LG