لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: شیعه وروڼو ته ډاډ ورکوو د کندوز غوندې پېښه به بیا نه کېږي


واشنګټن ـــ د افغانستان په کندوز ښار کې د وړمې ورځې په ځانمرګي برید کې وژل شوي تر 50 زیات کسان پرون خاورو ته وسپارل شول. امریکې، ملګرو ملتونو او یورپي ټولنې دا برید په کلکه غندلی دی. داعش خراسان ډلې د دې برید ذمه واري منلې وه. طالبان وايي ډېر ژر به په افغانستان کې دا ډوله د چا له مرستې پرته پخپله ختمه کړي.

پرون په کندوز ښار کې سلګونه خلک د هغو وژل شویو کسانو جنازې او د ښخېدو مراسمو ته ورغلي وو، چې وړمه ورځ د دې ښار د سید اباد کوڅې په یوه جومات کې د جمعې پر لمانځه ولاړ وو او ځانمرګی برید ورباندې وشو.

دا جومات د شیعه مسلمانانو وو چې شاوخوا درې سوه کسان د پېښې په وخت پر لمانځه ولاړ وو. په دې ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر پینځوسو ته رسېدلی او شاوخوا 150 کسان پکې ټپیان شوي وو.

د یوه وژل شوي تن د کورنۍ غړی احمد جمشید اسوسیېټیډ پریس ته ویلي:

"موږ د اسلامي امارت [طالبانو] له حکومته غواړو چې د ټولو جوماتونو او د غونډو د ځایونو خصوصاً د شیعه ګانو د جوماتونو امنیت ته ځانګړی پام واړوي ځکه چې موږ په اقلیت کې یو. دا لومړۍ پېښه نه ده او نه به وروستۍ وي، کېدای شي چې نورې هم وشي".

امریکې، ملګرو ملتونو او یورپي ټولنې دا برید په کلکه غندلی دی. د افغانستان لپاره د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي:

"متحده ایالتونه په کندز کې پر یوه جومات ترهگریز‌ برید په سختو‌ ټکو غندي او د دې برید د عاملینو د پلټنې‌ ا‌و عدالت ته د درولو غږ کوي. ټول افغانان په سوله کې د‌ ژوند او عبادت کولو‌ حق لري".

د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتېریش هم د کندوز برید «وحشیانه» بللی او په کلکه یې غندلی دی. ښاغلي ګوتېریش په یو ټویټ‌ کې ویلي "د عبادت پر مهال د عامو په نخښه کول د بنیادي بشري حقونو او د نړیوال بشردوستانه قانون سرغړونه ده".

د کندوز د وړمې ورځې د برید ذمه واري داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې وه او ویلي یې وو چې دا ځانمرګی برید د محمد ایغور په نوم د دوی یوه وسلوال کړی وو.

په کندوز کې د طالبانو د پولیسو مشر مولوي دوست محمد شیعه مسلمانانو ته ډاډ ورکړ، چې وایي د دوی د امنیت لپاره به ګامونه اخلي:

"چا چې دا حمله کړې غواړي زموږ د اهلِ سنت او اهلِ تشیع تر منځ او د ملت تر منځ اختلافات پیدا کړي خو په دا شل کاله یې زموږ تر منځ‌ دا اختلاف پیدا نه کړل. موږ اهلِ تشیع وروڼو ته اطمینان ورکوو چې د دوی د امنیت لپاره په راتلونکي کې ځینې امادګۍ په نظر کې لرو او داسې مشکلات به دوی ته بیا نه پیدا کېږي، دا یوه پېښه وه چې ملت هم په خفه دی او موږ هم په خفه یو".

د طالبانو په واکمنۍ کې د کندوز پر شیعه جومات لومړنی برید وو چې داعش ډلې یې ذمه واري ومنله، خو د اګست له پینځلسمې را وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي داعش ډلې په کابل کې د هغه خونړي برید ذمه واري هم ومنله چې پکې د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون تر 170 زیات افغانان و وژل شول.

له دې سره سره داعش ډلې په تېره څه باندې یوه میاشت کې په ننګرهار، پروان او کونړ کې هم د طالبانو پر پوځي موټرو بریدونه کړي او د دوی ساتونکو ته یې مرګ ‌ژوبله اړولې ده.

طالبان وایي د داعش په خلاف یې عملیات پیل کړي او ډېر ژر به دا ډله په افغانستان کې وځپي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د دوی ځواکونو د داعش ډېر مرکزونه موندلي او ختم کړي یې دي.

ذبیح الله مجاهد ازادي رېډیو ته ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د داعش تر 25 زیات کسان نیولي او په کابل، پروان او ننګرهار کې یې د هغوی څلور مهم مرکزونه ختم کړي خو وایي لا هم عملیات پسې روان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG