لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهرنایي زلزله ځپلي دشين اسمان لاندې ژوند کوي،وایي مرستو ته منتظر دي


دهرنايي د زلزلې اغېږمنې کورنې حکومتي امداد ته په انتظار دي، وايي څلور ورځې وشوې چا يې حال نه دی پوښتلی.

د هرنايي د زلزلې اغېږمنې کورنۍ وايي لا هم تر شنه اسمان لاندې ورځې او شپې تيروي، د دوی په خبره څلورمه ورځ ده خو لا هم حکومتي مرستې نه دي ورته رسېدلې ،

د هرنايي کلي مرزا اوسېدونکی نصير شاه چې په دې زلزله کې يې يو د اکا زوی مړه شوی او د کور درې تنه يې ټپيان شوي دي ، ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وويل د دوئ په کلي مرزا کې اويا کورنۍ دي،

د ھغه په خبرہ په په دې کلي کې د زلزلې له کبله درې ماشومان مړه شوي او ډيری خلک ټپيان شوي دي۔

نصيرشاه وويل له زلزلې ورستو د کلي کورونه اوس د اوسېدو جوګه نه دي ځکه خلک ټول پر بيابان اوسېدو ته مجبور دي، خو په خبره يې خلک د اوسېدو بندوبست نه لري

“زیاته خونې کرېک(چاودیدلې) دي، خلک ټول له کورہ لیري پر بیابان ویدېږ‎ي،دلته سھار وخت یخ موسم دی، نور یخ ھم راروان دی، حکومت یوازي ھغو کورنیو ته خېمې ورکړ‎ې په کومو کې چې مړ‎ي شوي، مګر و نورو کورنیو ته یې خیمې نه دي ورکړ‎ي”

د ھرنایي یو بل اوسېدونکی فضل الرحمان چې ھلته له یوې خېراتي موسیسې( مسلم هېنډ) سره کار کوي ،دوئ د زلزلې له اغېږمنو سره مرستي کوي، فضل الرحمان و ډيوه ته وويل چې په سلو کې اويا کورنيو ته حکومتي مرستې نه دي رسېدلي،

“دلته خلک زیاته اړ‎تیا د خیمو لري، ولې چې دلته په سلو کورونو کې ۹۰ کورونه خراب شوي او د استوګنې قابل نه دي“

د شمالي بلوچستان په هرنايي او نورو سيمو کې د چهارشنبې په سهار راغلې زلزلې تر ټولو زيات تاوان هرنايي ضلع ته رسولی،

په بېړنيز حالت کې د مرستو ايالتي ادارې پي ډي ايم اې چارواکي اسفنديار ډيوه ته وويل د هرنايي په بېلا بيلو سيمو کې د زلزلې له امله د ماشومانو او زنانو په ګډون نولس تنه مړه او دوه سوه دیرش ټپيان شوي دي

“په نولسو مړ‎و کې اته ماشومان، اووہ د لوی عمر سړ‎ي او څلور ښځینه دي”

د اسفنديار په خبره له اغېږمنو کورنيو سره د حکومتي مرستو لړۍ پېل شوې خو وايي چې پوره تفصيل به يې تر سبا پورې معلوم شي،

بل لوري ته د بلوچستان وزير اعلا جام کمال رسنيو ته په ليږلي بیان کې ویلي چې زلزله ځپلې کورنۍ يوازې نه دي حکومت يې تر شا ولاړ دی،

په بيان کې ويل شوي خلکو ته مرستو لپاري ېې د سيوۍ کميشنر او د هرناي د مرستيال کميشنر په مشرۍ کې ځانګړې کمېټۍ جوړې کړې دي تر څو د اغېږمنو کورنيو شمېر معلوم کړي چې بيا يې صحېح او پر وخت مرستې وشي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG